اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي زمونږ ګوند به د پاكستان د آئين ٬ نظريې او جغرافيې تحفظ كوي٬ اقتدار تلونكې راتلونكې څيز دې ٬ د پاكستان د ګټو سودا به نه كوؤ٬ اپوزیشن ته د خط په اړه په ان كېمره غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركوؤ ٬ دې ته د امريكا سفير هم بللې شؤ٬ اپوزيشن د ټاكنو نه تېښته ولې كو?? دوي خو د درې نيمو كالو نه ددې غوښتنه كوي ٬ پاكستان د آزادې خارجه پالېسۍ په بنياد د نړۍ ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي۔ د خالي په ورځ په قو??ي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال خارجه وزير ووئيل ډپټی سپیکر په عدم اعتماد د ووټنګ كولو نه انكار كړې وو۔ هغه د نوې حالاتو حواله وركړه ٬ په دې ايوان كښې زمونږ د غړو د ضميرونو سودا وشوه ٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې ووټونه واخستې شؤ ٬ مونږ الېكشن كمېشن ته لاړؤ يو كال وشو او پرېكړه محفوظ كړې شوې ده۔ ده ووئيل قو?? له پرېكړه كول دي خپلواكۍ سره ژوند كول دي يا سر ټيټولو سره۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ماسكو دورې پرېكړه په يوه و??ځ كښې نه ده شوې ٬ د دوه مياشتو څخه خبره روانه وه٬ د دې د يوكرېن جنګ سره هېڅ تعلق نشته٬ دا دوره د پاكستان په ګټه كښې ګرځولې شوې وه۔ ده ووئيل د امريكا د قو??ي سلامتيا اېډوائزر د پاكستان د قو??ي سلامتيا صلاحكار ته فون وكړو چې وزيراعظم دې د روس دوره نه كوي۔ ده ووئيل مونږ د دورې پرېكړه وكړه او دا مو ووئيل چې د يوكرائن بحران په اړه به خپل كردار ترسره كړؤ۔ خارجه وزير ووئيل مونږ به امن لپاره خپل كردار ترسره كؤ۔ مونږ د امن ملاتړ كوؤ او د ترهګرۍ په ضد يؤ۔ ده ووئيل يوكرائن سره مونږ ښې اړيكې لرؤ۔ مونږ دغې ځائې څخه خپل زده كوؤنكي رابهر كړل٬ يوكرېن ته مو د مرستې سامان ولېږلو٬ په دې هال كښې د او آئي سي په غونډه كښې په كشمير ٬ فلسطين او يوكرائن خبره وشوه۔ ما په دې لړ كښې د چين دوره وكړه ٬ چين زمونږ د اقداماتو ملاتړ وكړو او دا زمونږ سفارتي كاميابي وه۔ ده ووئيل دا خط اصل دي كوم ته چې بلاول جعلي وائي او د مخالفې ډلې مشر د دې ايوان ته د وړاندې كولو خبره كوي۔ ده ووئيل پروردګار ګواه جوړوم چې دا خط د ګرېډ 22 افسر رالېږلې دې ٬ خپل سفيران داسې دروغژن مه ثابتوۍ۔ ده ووئيل امريكا سره زمونږ ښې اړيكې پاتې شوي دي۔ د پاكستاني اولس او قو?? مسئله كشمير كښې دې او كه نه دې٬ د دې په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه دي مونږ غواړؤ چې د دې په اړه خپل كردار ترسره كړؤ نو دوئي وائي ددې دوه اړخيزه حل ولټوۍ۔ ده ووئيل د مارچ په 9 مه نېټه د هند لخوا توغندې 124 كلوميټره د پاكستان د حد دننه پرېوتو ٬ دې پېښې ته هغوي حادثاتي فائر وائي۔ په دې ما د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته خط وليكلو ٬ دا يوه خطرناكه لوبه ده كومه چې هند كوي۔ ده ووئيل مونږ هند سره د مذاكراتو كولو نه انكار نه دې كړې ولې دا هند دې چې مذاكرات نه كوي۔ ده ووئيل مونږ له نن پرېكړه كول دي چې آزاد پاتې كېدل دي يا سر ټيټول دي۔ ده ووئيل اپوزيشن دا خبره كوي چې د اسد مجيد تقرري تندۍ سره وكړې شوه ٬ په واشنګټن كښې هغه درې كاله تېر كړې وو۔ په برسلز كښې د هغه د تعينات كېدو پرېكړه شوې وه ٬ نوي سفير دغلته خپلې ذمه وارۍ سنبالې كړې دي۔ ده ووئيل په 7 مارچ ملاقات وشو او په 8 مارچ عدم اعتماد تحريك وړاندې كړې شو۔ ده ووئيل دا هېواد آئيني بحران ته مه ټېله كوۍ ٬ يوازينې حل نوې مېنډېټ دې۔ ده ووئيل قو?? له به سوچ سره پرېكړه كول وي٬ د پاكستان وګړي يو په يو پېژني۔ زمونږ ګوند به د پاكستاني د آئين ٬ نظريې او جغرافيې تحفظ كوي٬ اقتدار تلونكې راتلونكې څيز دې ٬ د پاكستان د ګټو به سودا نه كوؤ