اسلام آباد۔4 اپرېل(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په 3 اپرېل د قو??ي اسمبلۍ تحليل كولو نه وروستو د آئين آرټیکل 224 (1) اے لاندې د نګران وزير اعظم ټاكنې په لړ كښې د مناسب شخصيت نومولو لپاره وزيراعظ?? عمران احمد خان نيازي او په تحليل كړې شوې قو??ي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر مياں محمد شهباز شريف ته خط ليكلې دې۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې صدر مم??کت په خپل خط كښې دواړه لارښود خبر كړل چې د قو??ي اسمبلۍ تحليل كېدو نه وروستو په درې ورځې كښې دننه كه وزيراعظم او په تحليل شوې قو??ي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د نګران وزيراعظم ټاكنې لپاره د كوم مناسب شخصيت په نومول كېدو متفق نه شؤ نو بيا به دوه دوه نومونه د قو??ي اسمبلۍ د سپيكر جوړې كړې شوې كمېټۍ ته لېږل وي كومه به چې د قو??ي اسمبلۍ سپيكر په سمدستي توګه جوړه كړي۔ د دغې كمېټۍ به 8 غړي وي كوم به چې د تحليل شوې قو??ي اسمبلۍ يا سېنېټ يا د دواړو ايوانو په غړو مشتمل وي۔ كمېټۍ كښې به حكومت او اپوزيشن ته يو ډول نمائندګي ترلاسه وي۔ د خط له مخې به د آئين د آرټیکل224 (1) اے لاندې د غړو ټاكنه به وزيراعظم او په تحليل كړې شوې قو??ي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر كوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي په خپل خط كښې زياته كړې چې وزیراعظ?? عمران احمد خان نیازی به د آئین د آرټیکل 224 (4) اے له مخې تر هغه وخت د وزيراعظم په منصب پ??تې وي تر كومې چې نګران وزيراعظم ټ??كل?? شوې نه وي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاكستان د آئين آرټیکل224 (1) اے صدر مم??کت ته د وزیر اعظم او د مخالفې ډلې مشر مشاورت سره د نګران وزيرعظم د ټاكنې اختيار وركوي۔