اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د هېواد معاشي پرمخت?? لپاره د صنعتي څانګې ترقي ډېره ضروري ده٬ حكومت صنعتي پرمخت?? لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كو??٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ كچې صنعت لپاره په هېواد كښې په وړومبې ځل اېس اېم اي پاليسي اجراء كړې شوې، د كورونا وباء پ?? مهال د حكومت د كاميابو پاليسو په سبب صنعتونه روان وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په هېواد كښې د صنعتي څانګې پرمخت?? لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د صنعتي څانګې په موجوده استعداد او پرمخت?? لپاره د سباٶن په لائحه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول د كورونا وباء پ?? مهال د حكومت د كاميابو پالېسو په سبب صنعتونه ښه شوي دي چې لويې دليل ئې د ټيكسټائل انډسټرۍ بشپړه استعداد كار دے ، د تعميراتي څانګې پرمخت?? لپاره د حكومتي پېكيج په سبب په هېواد كښې نه يوازې اقتصادي بهترې راغلې ده بلكې د روزګار بلها موقعو پېدا كو??و كښې مرسته هم ترلاسه شوې ده۔ غونډې ته ووئيل شول چې د مېنوفيكچرنګ په څانګه كښې دا مهال جي ډي پي 12.79 فيصده ده حكومت د دې 25 فيصده ته د رسولو هڅې كو??٬ د مينوفيكچرنګ په څانګه كښې ترقۍ سره به په هېواد كښې روزګار وركول او په مجموعي توګه د هېواد معاشي حالت ښه كېدو كښې معاونت ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې حكومت د صنعتونو د موجوده استعداد زياتولو، سِك يونټس فعالولو، انفارمېشن ټېكنالوجي، پلانټ او مشينرۍ كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كو??و او بهرنۍ سرمايه كاري زياتولو لپاره بشپړه لائحه جوړه كړې ده چې عملدرآمد پرې په ترجيحي بنيادونو جاري دي٬ د دې نه علاوه بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيان په هېواد كښې سرمايه كاري زياتولو٬ د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې صنعت ودې لپاره هم اقدامات كو??۔ وزيراعظم په صنعتونو كښې د سرمايه كارۍ ډاډګيرنې لپاره په ترجيحي بنيادونو د اقداماتو كو??و امر وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوكت فياض ترين، اسد عمر، خسرو بختيار، حماد اظهر، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او اړوند چارواكو ګډون وكړو