پې??ډي11 فروري (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د جمعې په ورځ د نګرپاركر دوره كړې او ټوله ورځ يې پوځي ډلو سره تېره كړې چرته چې هغه ته ځايې كمانډر د فارمېشن آپرېشنل تيارو په اړه بريفنګ ور??ړے??د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر)له مخې د پاك پوځ سرلښكر ځوانانو سره د خبرو اترو په مهال تفويض شوې مشن بشپړیدو لپاره د هغوي د حوصلو ستائنه وكړه۔ده په ټولو ځوانانو زور راوړو چې د رامخې ته شوو چېلنجونو په بشپړه توګه مقابله كولو لپاره خپلې پیشه وره ذمه وارۍ او تربيې ته پام لرنه وكړی۔د دې نه پس د پاك پوځ سرلښكر ځايې هندو ورورولۍ سره هم ملاقات وكړو۔ده ووئيل په پاكستان كښې اقليتونه يو ډول وګړي دي او د هغوي حفاظت كول د رياست ذمه واري ده۔دغس ېهندو ورورولۍ په هېواد كښې د اقليتونو لپاره په محفوظ ماحول وركولو د پاكستان د هڅو اعتراف ??ړے??ده عهد وكړو چې هندو ورورولي به د هېواد معاشي خوشحالۍ لپاره په جوش او جذبه خپله برخه واچوي۔د كراچۍ كور كمانډر او د سندھ رينجرز ډائرېكټر جنرل هم د دورې په مهال د پاك پوځ سرلښكر سره وو