اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د پا??ست??ن تحريك انصاف حكومت په هېواد كښې سېلګرۍ ته د ودې وركولو لپاره د بلوچستان پشمول د هېواد په نورو ښارونو كښې د سړكونو جال غزوي٬نواز شريف به د قامي خزانې څخه خپل علاج كولو او موجوده حكومت غريبانانو ته د وړيا علاج ??سانۍ وركړي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چين پا??ست??ن اقتصادي راهداري(سي پېك)د پا??ست??ن او منطقې پرمختګ ضامن او ګيم چينجر منصوبه ده ۔د سي پېك په ضد سازشونه د چانه پټ پناه نه دي٬ده ووئېل هېواد دښمن عناصر د سي پېك په لاره كښې خنډان راپېدا كولو له هڅه كوي٬خو وسله والو ځواكونو د سي پېك ضد وړاندې هم سازشونه ناكامه كړي او راتلونكې كښې به هم ناكامه كوي۔ده ووئيل د ګوادر پرمختګ ته حكومت پاملرنه كوي او د ګوادر تند رفتاره پرمختګ لپاره ټول ضروري اقدامات شوي۔