ملتان 07 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمو?? قريشي وئيلي دي لانګ مارچ د اپوزيشن سياسي ضرورت دے،هغوې د خپل مفادات تحفظ لپاره يو ??وي ٬ د هغوې نظريات او سوچ يو نه دے ، كله چې مفادات پوره شي بيا به جلا جلا شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خپل يو ??يان كښې او د ملتان دورې په مهال كړې ۔خارجه وزير د ملتان دورې په مهال يونين كونسل كوټله مهاراں، 2 ټرپائي او موضع لوټھړ كښې د ودونو دستوره كښې ګډون وكړو او پلاويو ??ره ئې ملاقات وكړو۔په دې موقع د خزانې پارليماني سيكرټري مخدوم زاده زين قريشي، ايم پي اے ملك واصف راں، م??ين رياض قريشي هم موجود وو۔خارجه وزير په مختلف قل خوانو كښې هم ګډون وكړو۔خارجه وزير ووئيل اپوزيشن كه احتجاج كول غواړې هغوې دې ضرور وكړي په دې كوم اعتراض نه لرو ٬ مونږ د كومې يرې حاجت نه لرو خو اپوزيشن دې د هېواد ګټي تر نظره اوساتي۔قام ته معلومه ده چې پي ډي ايم جوړونكے څوك ؤ او پي ډي ايم ماتوونكي څوك دي ۔ خارجه وزير شاه محمو?? قريشي ووئيل اول ئې ملګرتيا كړې او بيا په شا شوي ،د مخالفې دلې مشره د يو ??ېټ لپاره دهوكه چا كړې ؟ قام ته هر څه معلوم دي ۔ده ووئيل په 22 او 23 مارچ يو نوے تاريخ جوړيږي ، د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48مه غو??ډه اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به د افغانستان، فلسطين‘ اسلام فوبيا پشمول اسلامي نړۍ ته په پېښو مسئلو خبري كېږي۔ده ووئيل د پاكستان كاميابه خارجه پاليسي په اړه نړۍ ګواه ده۔شاه محمو?? قريشي ووئيل د شهباز شريف او زرداري ملاقات په اړه يو ??اثر رامخې ته شوے ٬ د دواړو ګوندونو ترمينځه يوه دلته بله هلته پريكړه شوې۔زه د شهباز شريف او بلاول بھټو زرادي څخه پوښتنه كوم چې آيا دلته د ده او هلته د هغه پريكړه شوې ،؟ ده ووئېل تاثر دا رامخې ته شوے چې ن ليګ به سندھ ته نه داخلېږي او پي پي به په پنجاب ته نه۔ده ووئيل كه دواړو ګوندونو دا پريكړه كړې وي نو مونږ به د دغه دواړو ګوندونو مقابله كوو۔