اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران د خا?? اقتصادي زونز ??حقله د مسئلو زر تر زره د حل كولو او سرمايه كارو ته د سهولت اقدامات په ټاكلې موده كښې د عملي كولو سپارښتنه كړې۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګل پ?? ورځ د خا?? اقتصادي زونز ??ه اړه د لوړې كچې غونډه شوې چې پكښې وزيرِاعظم په اسپيشل اکنامك زونز ??ښې د سرمايه كارۍ د سهولت لپاره د حكومت د پورته كړو اقداماتو څخه په تفصيلي توګه خبر كړے شوے۔ غونډې ته ووئيل شول د رشكئۍ، بولان او علامه اقبال صنعتي زونز ??ه بشپړه توګه فعاله شوي او هلته د صنعتونو جوړولو كار په تندۍ سره روان دے، د دھابيجي په سپيشل اکنامك زونز ??م كار په تندۍ سره روان دے او دا به ډېر زر فعاله كړے شي۔ غونډه په خا?? اقتصادي زونز ??ښې صنعتونو لپاره د موجوده زمكې او 130 كمپنو ته د صنعتونو جوړولو لپاره د 1500 اېكړه زمكې په كال 2021 كښې د منظورۍ او د الاټمنټ پحقله هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول فعاله خا?? اقتصادي زونز ??ښې د برېښنا او ګاز وركړه باوري كړې شوې۔ دغسې وزيراعظم د خا?? اقتصادي زونز ??حقله د مسئلو په ترجيحي بنيادونو د حل كولو او سرمايه كارو ته د سهولتونو په ټاكلې موده كښې د باوري كولو امر كړے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، حماد اظهر، چوهدري فواد حسېن، خا?? سلاحكار معيد يوسف، د سرمايه كارۍ ب??رډ چيئرمېن اظفر احسن او اړوندو چارواكو ګډون كولو