اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د كومې هم بشري الميې مخ نيوي لپاره د افغان اولس د هر ممكن مرستې عزم كړے ۔د دې خيالاتو څرګدونه ده د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د ايپكس كم??ټۍ درېمې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په افغانستان كښې د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د غږ هركلے كړے۔ايپكس كم??ټۍ په افغانستان كښې په خراب صورتحال د تشويش څرګندونه كړې ۔كم??ټۍ د دې عزم څرګندونه هم كړې چې پاكستان په دې سخت وخت كښې افغان اولس يوازې نشي پرېښودلے ۔ايپكس كم??ټۍ په اقتصادي توګه په تباه شوي افغانستان كښې د بشري ځانونو بچ كولو او په دې سخت وخت كښې د افغانانو مرستې لپاره نړيوالې ورورولۍ او د مرستې ادارو ته يو ځل بيا د مرستې خواست كړے ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايت كړے چې په افغانستان كښې د بشري الميې مخ نيوي لپاره دوستانو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو لارې ولټولې ش?? دغسې چې افغانستان كښې د طب٬آئي ټي٬فنانس او اكاؤنټنګ په څانګو كښې تربيت يافته كسان ولېږلے شي۔ده د افغانستان په بحالۍ او پرمختګ كښې مرستې لپاره رېلو??ز٬??عدنيات٬داروګانو جوړولو او د مېډيا په څانګو كښې د مرستې هم هدايت وكړو۔د دې نه وړاندې ايپكس كمېټي د افغانستان لپاره د 5 اربه روپو د مرستې د پېشرفت نه خبر كړې ش??ه چې پكښې د 50 زره مېټرك ټنه غنمو پشمول د خوراك څيزونه٬بېړني طبي سامان٬د يخښنۍ څخه بچ كولو لپاره د پناه ځايونه او نور سامان شامل دے۔كم??ټۍ د افغان اولس د مرستې عزم كولو سره د مرستې په ادارو زور راوړو چې هغوي د افغان اولس مرستې لپاره سمدستي ګامونه واخلي ۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد٬د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف٬د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او اعلٰی سول او ملټري چارواكي موجود وو