اسلام آباد14جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي زمونږ د قامي سلامتيا پاليسي ګڼ اړخيزه ده٬ د متفقه دس??اوېز په جوړولو كښې رامخې ته چېلنجونه تر نظره ساتلي شوي، د قانونحکمرانۍ نه غېر يو هېواد پرمختګ نشي كولے ٬ زمونږ هڅه د معيشت استحكام او د ټولنې لاندې طبقې راپورته كول دي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د نېشنل سکيورټي پاليسي د پبلك ورژن اجراء په موقع دس??ورې ته خپلې وې??ا كښې كړې۔ په دس??وره كښې قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم صلاحكارډاکټر معيد يوسف هم وېنا وكړه۔ په دس??وره كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ د وفاقي كابين?? غړو، د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چي??رم??ن، د وسله والو ځواكونو مشرانو،سفارتکارو او اعليٰ پوځي چارواكي هم موجود وو۔د دې نه وړاندې وزيراعظم د قامي سلامتيا پاليسۍ په تاريخي دس??اوېز لاسليك هم وكړو