اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ په يوه ورځنې دوره مي??نوالي ته ورسېدو. مي??نوالي ته په رسېدو د وزيراعظم تود هركلې وكړے شو. په دې موقع وزيراعظم عمران خان د بېلا بېلو پروژو پرانسته وكړه چې پكښې د څاروو په پخوانې منډي كښې د سټي پا??ك قيام، د سرګودها نه تر مي??نوالي د دوه مخه سړك وړومبې پړاٶ او د نمل په تالاب د مي??واكي ځنګل قيام شامل دے. ده په دې موقع د كالاباغ شكر دره سړك جوړولو، د مي??نوالي د روغتون اپ ګرېډ كولو ، د پرائم منسټر پېكج ټو، د ډسټركټ ډوېلپمنټ پېكج او د بلكسر مي??نوالي سړك جوړولو د پروژو د بنياد تيګه هم كېښوده. په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار هم وزيراعظم سره و.