اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د پارليمان څخه منظور شوے د ټاكنو د اصلاحاتو بل لاس ليك كړے۔په دې لړ كښې د لاس ليك دستوره د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې و??وه چې پكښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري٬د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر٬د وزيراعظم د پارليماني چارو خاص صلاحكلار ظهير الدين بابر او د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان ګډون كولو۔د صدر لخ??ا د لاس ليك نه پس د ټاكنو د اصلاحاتو ??ل قانون جوړ شو۔د دې له مخې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته هم د ووټ حق وركړے شو او راتلونكو ټاكنو كښې به ټېكنالوجي كارولې شي۔په دې لړ كښې د سائنس او ټېكنالوجي وزارت د وړاندې څخه اليكټرانك ووټنګ مشين جوړ كړے