اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زي?? چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پنجاب كښې به د ميئر ټاكنې نېغ په نېغه كېږي٬ په نړيوال ماركيټ كښې پرله پسې د تېلو په بيعه زياتېدو اندېښنه لرو، د توان بحران مخنيوي لپاره تګلاره جوړٶ، ??زي??اعظم به په يو دوو ورځو كښې د ګرانۍ پحقله پېكېج اعلانوي، د يو ??رو?? نه زياته آبادي به نېغ په نېغه دغې پېكېج څخه مستفيد كېږي، د اعظم سواتي او زما په ضد د الېكشن كمېشن نوټسز بې بنسټه او په ناانصافۍ آډانه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د?? د ??ل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د كور ??مېټۍ غونډې نه پس ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ په دې موقعد ??زي??اعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل هم موجود ٶ۔ وفاقي ??زي?? ووئيل د كمېټۍ په غونډه كښې په ګرانۍ اوخېبر پښتونخوا او پنجاب كښې په كېدونكو بلدياتي ټاكنو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وفاقي ??زي?? په پنجاب كښې د ځائي حكومتونو د ټاكنو ذكر كولو سره ووئيل پنجاب كښې ب?? د ??ائي حكومتونو ټاكنې نېغ په نېغه كېږي، ??زي??اعظم او کور کميټۍ پرېكړه كړې چې د پنجاب په ښاريو او ضلعو كښې به د ميئرز انتخابات نېغ په نېغه كېږي٬ ??زي??اعظم د وړومبۍ ورځې ن?? د ??ائرېكټ ډېموکرېسي لوظ كړے ٶ او په دې لړ كښې تيارۍ حتمي پړاٶ ته رسېدلي۔ ده ووئيل ??زي??اعظم ټول ګوند ته امر كړے چې ھغوي د ځائي حكومتونو ټاكنو لپاره فعاله شي، د پنجاب په ضلعو كښې د نامزدګۍ سلسله پېل كوٶ٬ دغسې په خېبر پښتونخوا كښې د ځائي حكومتونو ټاكنو لپاره كمپائن پېل شوے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا د اعظم سواتي اوزما په ضد نوټس په زياتۍ آډانه دي كوم چې په سمدستي توګه بېرته اخستل پكار دي