اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان وئيلي دي حکومت اېكسپورټرز ته هر ډول ممكنه سهولتونه وركوي٬ برآمدات زياتولو لپاره دې غېر روايتي مص??وع??ت ته پام لرنه وكړې شي او د پاكستان په سفارتخانو كښې چارواكو له دې هدفونه وټاكلے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځبرآمدات زياتولو پحقله د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د خزانې وزير شوکت فياض ترين، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د قامي صلامتيا سلاحكار ډاکټر معيد يوسف او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ د كامرس ډويژن د اړخه په تقابلي جائزهكښ?? غونده خبر كړې شوه چې د كال 18-2015 نه تر كال 21-2020 په مهال وېليو اېډيډ برآمدات3.8 اربه ډالره زيات شوي او په دغه موده كښې د غېر روايتي مص??وع??تو برآمدات 2.7 اربه ډالره زيات شوي٬ دا زياتوالے د موجوده حكومت د سرمايه كار دوسته پاليسو او اېكسپورټرز ته د وركړې شوو مراعاتو له امله ممكن شوے۔ غونډه خبر كړې شوه چې په روايتي توګه پاكستان څخه د ټېکسټائل مص??وع??ت برآمد كېږي خو د برآمدات حجم زياتولو لپاره غېر روايتي مص??وع??ت چې پكښې معدنيات، فوډ پراډکټس، فروټ، انفارميشن ټېکنالوجي، سرامکس او داسې نور څېزونه شامل دي برآمد كولو لپاره اقدامات كېږي۔ و??ير??عظم عمران خان ووئيل حکومت اېكسپورټرز ته هر ډول ممكنه سهولتونه وركوي۔ ده ووئيل برآمدات زياتولو لپاره په خپلو مص??وع??تو كښې پراختيا راولئ او په جغرافيائي توګه ھغه هېوادونو ته پام وكړئ چرته چې د پاكستان ماركيټ موجود وي۔ و??ير??عظم عمران خان ووئيل برآمدات زياتولو لپاره دې غېر روايتي مص??وع??تو ته پام وكړے شي او د پاكستان په سفارت خانو كښې چارواكو له دې هدفونه وټاكلے شي او په دې بنياد دې د هغوي كاركردګي وكتلې شي