اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د سپیشل ??یکنالوجي زونز په اړه سرمایه کارو او کاروباري ورورولۍ له هر ډول آسانۍ وركوي،هېواد كښې د ټیکنالوجي ودې، تعلیمی ادارو، صنعتي څا??ګي او حکومتی ادارو قوي پارټنرشپ جوړول او ځوانانو صلاحیتونو رامخي ته كولو لپاره موافق فضا وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كل په ورځ هېواد كښې د سپیشل ??یکنالوجي زونز جوړولو په اړه په پیشرفت د اعلیٰ پائ جاج اخستو غونډي ??شرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د سائنس اینډ ټیکنالوجي وزير سینیټر سید شبلی فراز، وزیر اعلیٰ ګلګت بلتستان خالد خورشید، وزیراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د خېبرپښتونخواہ د آئي ټي وزير عاطف خان، د بلوچستان د صنعت صوبائی وزیر حاجی محمد خان طور، د پنجاب د آئی ټی وزير همایوں یاسر او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو دغسې د آزاد جمو او کشمیر وزیرِاعظم ، د پنجاب وزیراعلیٰ ، د بلوچستان وزیرِاعلیٰ او د نورو صوبو نمائندګانو د ويډيو لنك د لاري په غونډه كښې ګډون وكړو۔د سپیشل ??یکنالوجی زونز اتھارټی چئیرمېن عامر هاشمی غونډي ??ه هېواد كښې د اسپیشل ??یکنالوجی زونز جوړولو او په دې زونز كښې سرمایه كارو ته ترلاسه آسانيو او مراعات په اړه تفصیلي بریفنګ وركړو۔غونډي ته ووئيل شول هېواد كښې د جوړيدونكو سپیشل ??یکنالوجی زونز مقصد د ټیکنالوجی ټرانسفر، غیر ملکي سرمایه کاري، افرادي قوت ته ??ده وركول ٬ ریسرچ اینډ ډویلپمنټ، د نوکرو موقعې راپیدا کول او د ټیکنالوجي په څا??ګه كښې برآمدات زياتولو سره د درآمدت متبادل راپیدا کول دي۔ په غونډه كښې اسپیشل ??یکنالوجی زونز كښې سرمایه كارو له د وفاقی حکومت د اړخه په وركړے شوو مراعاتو او آسانيو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیرِاعظم عمران خان غونډي ته وينا كښې ووئيل هېواد كښې د سپیشل ??یکنالوجي زونز په اړه سرمایه کارو او کاروباري ورورولۍ له هر ډول آسانۍ وركوو ،هېواد كښې د ټیکنالوجي ودې، تعلیمی ادارو، صنعتي څا??ګي او حکومتی ادارو قوي پارټنرشپ جوړول او د ځوانانو صلاحیتونو رامخي ته كولو لپاره موافق فضا وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزیرِاعظم سپارښتنه وكړه چې کاروباري ورورولۍ له آسانيو وركولو له دې ون ونډو آپریشنز باوري كړے شي دغسې چې هغوي ستونزو څخه بچ شي۔وزیرِاعظم صوبائی حکومتونو ته سپارښتنه وكړه چې اکتوبر مياشت كښې په دبئۍ كښې كيدونكي نړيوال ایکسپو غوندې موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كړئ