اس??ام آباد 19 اګست (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزيرممل??ت فرخ حبيب وئېلي دي چې په ټوله نړۍ كښې مسلمانانو د رسول ﴿ص﴾ نواسي حضرت ام??م حسېن (رض) او د هغه د ملګرو قربانۍ يادولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي٬ حضرت ام??م حسېن(رض)ثابته كړې چې باطل كله هم حق سره ټكر شوے نو نيست و نابود شوے٬ د رسول(ص)نواسي حضرت ام??م حسېن ﴿رض﴾ او د كربلا د شهيدانو لويو قربانيو د دين اس??ام آفاقي اصول تر قيامت ژوندي ساتلي دي۔ د عاشورې ورځې (10محرم الحرام) په مهال په خپل ټوېټ او بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وزير ممل??ت فرخ حبيب ووئېل چې د رسول پاك (ص) نواسي د كردار ??و عمل د لارې د حق غږ پورته كولو او مظلومانو ته د ظلم او جبر په ضد د ودرېدو حوصله وركړې. د كربلا پېښه د حق و باطل او رېښتيا و دروغ ترمينځه هغه عظيم جنګ و٬كوم چې تر ننه خپل اثر د لاسه نه دے وركړے. د هغې لوئې قربانې په سبب نن اس??ام ژوندې او د اس??ام بېرغ هسك دے. ده ووئيل چې په ټولنه كښې د ايثار، اخوت او برداشت جذباتو ته د ودې وركولو ضرورت دے. ده ووئيل چې د عاشورې په ورځ مونږ ته په رښتينې معنٰی د حضرت ام??م حسېن الس??ام د تعليماتو عملي كولو لوظ كول دي