پېښور ۔6 اګست(اے پی پی) وزيراع??م عمران خان پیښور كښې د شوكت خانم مېموريل كېنسر هسپتال دوره وكړه او دغلته ئې د نوي جوړ شوي آپرېشن روم او آئي سي يو پرانسته وكړه۔ د جمعې په ورځ يو ټويټ كښی وزيراعظم وو??يل پېښور كښې د شوكت خانم ممېوريل كېنسر هسپتال په دوره ډېر خوشحاله شوے يم ۔ په پېښور كښې شوکت خانم مېموریل کېنسر هسپتال په كال 2015 كښې پرانستلے شوے ؤ۔ هغه وو??يل په لاهور كښې شوكت خانم مېموريل كېنسر روغتون په كال 1994كښې جوړ كړے شوے ؤ۔ دغه وخت به د رنځورانو شمېره كښې 30 فيصده نه زيات د خېبر پخت??نخ??ا او افغانستان نه درملنو له لاهور ته تلل او د دغې د لاسه مونږ پېښور كښې د شوکت خانم مېموریل کېنسر هسپتال جوړولو پرېكړه وكړه۔ وزیراعظم شتمندو ته غږ وكړو چې هغوي دې لپاره د زړه نه عطيه وركړي دغسې چې د كېنسر رنځورانو درملنو له دواړه روغتونونه د رنځورانو زياتې شمېرې باوجود دوئي ته د درملنې وېړيا آسانۍ وركول جاري وساتي۔ هغه وو??يل د منصوبې له مخې به دسمبر 2023 كښې د كېنسر رنځورانو له كراچۍ كښې هم يو نوے روغتون كار پېل كړي۔