ملتان 10 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د ا??غانستان مسئلې په اړه پاكستان او امريكا په يو پېج دي، زما په دې لړ كښې د ا??ريكې خارجه وزير انتوني بلنكن سره خبرې شوې دي، امريكا هم په افغانستان كښې سوله او ثبات غواړي، مونږ هم دا غواړو چې د ا??غانستان د مسئلې سياسي حل راوځي. د خالي په ورځ په ملتان كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وړومبې ورځې نه وائي چې د ا??غانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري، د ا??غانستان د مسئلې دې سياسي حل راوباسل شي. ده وويل چې د ا??غانستان په مسئله پاكستان ټولو سره په رابطه ك??ې دے. مونږ د طالبانو استازو سره هم رابطه لرو او د ا??غانستان د منتخب حكومت استازي هم مونږ سره په رابطه ك??ې دي. ده ووئيل چې د ا??غانستان خارجه وزير ته مو د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې او زه ئې د دورې په انتظار يم. ده ووئيل چې مونږ د پخواني شمالي اتحاد استازو ته هم بلنه وركوو. دا ټول د ا??غانستان پرېكړه كوونكي قوتونه دي. دا مسئله به د مټو په زور حل نه شي، قبضه كول د دې مسئلې حل نه دے. مونږ ن?? غواړو چې په افغانستان كښې بېرته كورنې جګړه پېل شي. مونږ د 90 لسيزې افغانستان ليدل ن?? غواړو. بايد د سباٶن افغانستان سوله ايز، پرمختللې او مستحكم وي. مونږ ته د ا??غانستان د لارې تر مېنځنې اسيا تجارت لپاره رسنه ترلاسه كول دي. ده ووئيل چې مونږ سيمه ايزو قوتونو سره په تماس كښې يو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې د آزاد كشمير په ټاكنو كښې به پاكستان تحريك انصاف كاميابي ترلاسه كوي.