اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي كه كوم مشكل وخت راغلو نو د پاكستان پوځ٬حكومت او د اپوزېشن پشمول ټول قام به په يو پیج وي٬مونږ د حالاتو مقابلې له په بشپړه توګه چمتو يوو٬په صورتحال نظر لرو ٬د وزيراعظم عمران خان حكومت غواړي چې په افغانستان يا دوحه كښې ټول افغانان مشران كېښني او هغوي چې د صورتحال كوم هم حل راوباسي مونږ لپاره به د قبلولو وړ وي۔د هند استخباراتي ايجنسي را او د هغې ذ??لي ادارې په پاكستان ك??ې د وران كارۍ نه ډډه نه كوي٬په كراچۍ كښې هم يوه ډله نيو??ې شوې د كومې اعلان به چې په مناسب وخت كو??ې شي۔افغانستان سره په 7 سرحدي سيمو به تګ راتګ د وخت د تقاضو له مخې وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د كورنيو چارو په وزارت ك??ې د غونډې نه پس خبري كنفرنس ته وكړې۔د كورنيو چارو وزير ووئيل هيله لرم د افغانستان څخه به دا ځل هغه حالات جوړ نه شي كوم چې وړاندې جوړ شوي وو۔ده ووئيل د نادرا چيئرمېن ته هدايت شوے چې په ټول پاكستان ك??ې د نادرا په دفترو ك??ې دننه چې كومه ناولتيا ده هغه لرې ك??ي۔په كراچۍ ك??ې د وړاندې نه د داسې 30 كسانو په ضد كاروائي شوې كومو به چې غلط شناختي كارډونه جاري كول ۔ده ووئېل 19 كسان معطل شوي هم دي اوكه ضرورت ؤ نو په دې معامله به جے آئي ټي هم جوړه كړې شي۔ده ووئيل وزيراعظم به ډېر زر د ازبكستان دوره وكړي چرته به چې دوه مهمې لوظ نامې هم لاس ليك كوي۔د 5 نه تر 7 ورځو ويزه به په انټري وركو??ې شي۔د لاهور او تاشقند ترمينځه د پي آئي اے پروازونه هم پېل شوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې نوې دور ته رسېدلي۔ده ووئيل په اېف آئي اے كښې 1145 چوكو لپاره 12 لكه خلقو درخواستونه جمع كړي٬دې عمل ترسره كولو لپاره 13 كروړه روپو ته ضرورت دے كومې به چې مونږ د خپلو وسيلو څخه وركوو۔ ده ووئېل د جولائي د 26مې نېټې نه به د ټېسټ اخستو عمل پېل كړے شي٬ 509 نورې نوكرۍ به هم وركو??ې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل افغان پوله به د سباؤن ضرورتونو سره هم آهنګ كو??ې شي۔په طورخم او چمن د اېف آئي اے ٬اېف سي او د قانون نافذ كونكې ادارې د وړاندې نه د تګ راتګ په اړه د ضروري قانوني تقاضو په پوره كولو مامور دي۔د چمن پوله به هم د جولائي تر 30مه نېټې اليكټرانك كو??ې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د ټي اېل پي كيس مو اورېدلے كمېټي چې كوم وړاندېزونه وركړي هغه به د كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې ده ووئيل په پاكستان ك??ې د وړاندې نه دېرش څلوېښت لكه افغانان كډوال مېشته دي٬مونږ د راتلونكي وخت په صورتحال نظر ساتلے او د حالاتو نه خبر يو۔د پوځ مشرانو په بلنه ټولو مشرانو د اتحاد او يو والي څرګندونه كړې او ټول قام متحد دے٬د يوې پوښتنې په ځواب ك??ې ده ووئيل پي ډي اېم لامينځه تللے٬د آزاد كشمير د ټاكنو نه پس به صورتحال نور هم بدل شي۔ده ووئيل ما وئېلي وو چې د مريم او شهباز شريف په سياست كښې به فرق راځي