اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو د خوراك او كركيلې ادارې په نړيواله كچه د خوراك څښاك څيزونو په بېعو كښې د اضافې رپورټ جاري كړے. په فېصل آباد كښې خبر?? كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د كال 2013م نه تر كال 2018م د مسلم ليګ ن په دور كښې و??ردات شوي دي، 45 فيصده برېښنا په درآمدي فيول راځي، 35 فيصده ګران بجلي ګهر جوړ كړې شوي دي او نن ئې اولس نتيجو سره مخ دے. ده ووئيل چې و??يراعظم عمران خان د اوګرا لخوا د پېټروليم مصنوعاتو په بېعو كښې د اضافې وړاندېزونه څو ځله رد كولو سره اولس ته ريليف وركړے. ده ووئيل چې په تنخادار طبقه كوم نوے ټېكس نه لګوو، پرچي چيئرمېن او برېګېډ په معاشي اشاريو هم دروغ وائي. ده ووئيل چې د اپوزيشن كار په خلقو كښې افراتفري خپرول دي چې دغسې خلق د دوي غلا هېره كړي. ده ووئيل چې زمونږ د حكومت په خوارې د پاكستان مجموعي قومي ??ېداوار د 4 فيصد سره پرمختګ كوي. د كورونا په وجه سره د محدود معاشي چارو ??ېف بي آر د جولائي نه تر 31 مئي تر اوسه د 4170 اربه روپو ټېكس راغونډ كړے دے. د تحريك انصاف حكومت ريكارډ 216 اربه روپې ريفنډ كړي دي. ده ووئيل چې د تېرو 10 مياشتو په مهال په لارج سكېل مېنوفېكچرنګ كښې 9 فيصده اضافه شوې. د روان مال?? كال د وړومبو 10 مياشتو په مهال د ترسيلات زر وصولې د 24 اربه ډالرو نه زياتې شوې دي. ده ووئيل چې د عمران خان په مشرې كښې غذائي تحفظ او اضافي غذائي پېداوار لپاره په جنګي بنيادونو كار كوي.