اسلام آباد۔31مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئيلي دي وزیراعظم عمران خان د سيندونو اوبو بهاؤ او وېش مانيټرنګ له د ټېلي مېټري نظام نصب كولو هدايات جاري كړي دي دغسې چې ??وبو ته د تلونكو اوبو مقدار مانيټرنګ او د لاسز مخنيوي وكړې شي۔ راروانو لس كلونو كښې د 10 لويو بندونو جوړېدو سره به دومره اوبه ذخيره او ارزانه برېښنا پېدا كړې شي څومره چې په تېرو 70 كلونو كښې پېدا كړې شوې وه۔ د اوبو دې ذخيرو جوړېدو سره به يو كروړ 30 لكه اېكټره فټ اوبه ذخيره كړې شي٬ چارسده ٬ نوښار او نورې سيمې د سختو بارارنونو په نتيجه كښې زياتې ځپلې كېږي كومې به چې ?? اوبو دې ذخيرو جوړېدو سره محفوظ كړې شي۔ وزیراعظم عمران خان د ادارو په خپلو پښو د اودرولو لوظ كړے و او دغه لوظ پاللے شي۔ هغه د ګل په ورځ پاک چائنه فرېنډشپ سېنټر كښې سن??ھ اسمبلۍ كښې اپوزیشن لارښود حلیم عادل شېخ او د پ??جاب د اوبه خور وزير محسن لغاري سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه وو??يل پاكستان ډېم فنډ سپريم كورټ جوړ كړے دے۔ دې نه ترلاسه كېدونكي فنډز به د بندونو په جوړولو مصرف كولې شي۔ هغه وو??يل د پاكستان د آبپاشۍ نظام د انګرېز دور كښې جوړ شوے دے كوم چې ?? نړۍ غوره نظامونو كښې شمېرلے شي۔ د انګرېز دور كښې جوړ كړې شوې څيزونه سم كړې شوې نه دي بلكې خراب كړې شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه وو??يل اسد طور ،احمد نورانی او د سن??ھ اجے لالوانی په شمول خبريالانو سره د دې ډول ناوړه رويې غندنه كوؤ۔ پي ټي آئي حكومت د خبريالانو تحفظ له قانون راوړلے دے۔ د اطلاعاتو وزارت د اسد طور په معامله فعاله كردار ترسره كړے دے۔ داخله وزير هم په دې اړه خپل بيان وركړے دے۔ سندھ كښې اپوزيشن لارښود حليم عادل شېخ وو??يل مونږ دا ګڼو چې ?? اوبو وېش د تكنيكي نه زيات سياسي جوړ كړے شوے دے۔ ??غه وو??يل پاكستان تحريك انصاف ته سن??ھ اسمبلۍ كښې 40 فيصده د سن??ھ اولس مېنډېټ ترلاسه دے۔ ??ه يو ګوټ اوبه غلا شوه يا په كوم حق ډاكه واچولې شوه نو مونږ به د سن??ھ اولس لپاره جنګ كوؤ۔ هغه وو??يل د جون په اولنۍ اونۍ كښې به سندھ ته يو لک 30کیوسک اوبه ترلاسه كېدل پېل شي۔ هغه وو??يل د روان سيزن په مهال پنجاب كښې د اوبو 22فیصدهاو سندھ كښې 17فیصده كمې شوې دې