اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پيپلز ګوند او نون ليګ چې د معيشت كوم حشر كړے هم د هغې د لاسه معاشي ستونزو سره مخ پاتې شوي وو۔ د يو اوږد انتظار نه وروسته د معاشي پالېسيو مثبتې نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل 4 زره اربه نه د زياتو روپو ټېكس جمع شوے۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښی هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړو د معيشت په خپلو پښو ودرېدو كښې په زړه پورې برخه واخسته او 1000 اربه ر??پۍ ئې پاكستان ته راولېږلې۔ وفاقی وزیر ووئيل د غنمو ٬ وريژو او جوارو تاريخي پېداوار شوے۔ په زرعي معيشت كښې 1100 اربه ر??پۍ منتقل شوې۔ هغه ووئيل اسټاک مارکیټ په 27 مئی د 2.21 اربه روپو شیئرز لېن دېن كولو نوې ري??ار?? جوړ كړے۔ دا مهال د پاكستان ماركيټ د نړۍ تر ټولو غوره ماركيټ دے۔ چوهدری فواد حسین پوښتنه وكړه ??ې دا مهال معيشت مخ په بره رو??ن دے او د عام وګړي حالت بدلېږي نو اپوزيشن د احتجاج كال ولے وركوي او دا ډول سياست به د چا په ګټه وي؟