مكه مكرمه 09 مئي (اے پي پي) وزير??عظ?? عمران خان د اتوار په ورځ خپل پلاوي سره يو ځائ د عمرې سعادت ترلاسه ك??و او په بيت الله كښې ئې نوافل ادا كړل. وزير??عظ?? لپاره د خانه كعبه دروازې پرانستل ??وې چرته چې ده نوافل ادا كړل او اسلامي امت سره سره ئې د هېواد سلامتيا او خوشحالې لپاره دعاګانې وكړې. د دې څخه وړاندې د خالي په ورځ په مسجد نبوي كښې پاتې كېدو سره وزير??عظ?? په خاص توګه د روضه رسول ﴿ص﴾ د زيارت شرف ترلاسه كړو كوم ته چې الحجرت النبويات الشريفه هم وئيل كېږي. وزير??عظ?? په روضه رسول ﴿ص﴾ هديه عقيدت وړاندې كړه. ده خپل پلاوي سره يو ځائ روژه ماتې وكړو. د ماښام لمونځ ئې ادا كړو، نوافل ئې وكړل او په مسجد نبوي ﴿ص﴾ كښې ئې لمونځ ادا كړو. وزير??عظ?? سره په پلاوي كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي، د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد اح??د، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، سېنېټر فېصل جاوېد او د پنجاب وزير عبدالعليم خان شامل وو.