اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عاصم سليم باجوه وئيلي دي د چين كمپنې به د سي پېك له مخې د اوبو څخه د ??رې??نا پېدا كولو په كوهاله پروژه كښې د 2.4 اربه ډال??و سرمايه كاري كوي. د آزاد كشمير حكومت او د چين تهري ګارجز كمپنې د چين پاكستان اقتصادي لارې له مخې د 1124 مېګاواټ د دې پروژې په اړه په لوظنامو لاسليك كړے. د ج??عې په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې د سي پېك اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عاصم سليم ووئيل د چين كمپنې به د سي پېك له مخې په كوهاله پروژه كښې د 2.4 اربه ډال??و سرمايه كاري كوي. دې پروژې ته په كال 2020م كښې حتمي شكل وركړے شوے. دا به د چينائي كمپنې لخوا په پاكستان كښې تر ټول?? لويه سرمايه كاري وي