اسلام آباد 11 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود ??ريشي خپل پل??وي سره د المان خارجه وزير هيكو ماس په بلنه د اتوار په ورځ په دوه ورځنې دوره المان ته لاړ??. خ??رجه وزير به د المان خارجه وزير سره د پل??وو په كچه خبرې كوي. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير به د المان د پارلمان صدر ولف ګېنګ شيوبل او نورو اعلٰی چارواكو سره ملاقات هم كوي. سږ كال المان او پاكستان د ??فا??تي اړيكو 70مه سالګره لمانځي. په اروپائي اېتلاف كښې المان د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي شراكت دار دے. په المان كښې د يو لك نه زيات پاكستانيان مېشته دي. د خارجه وزير لخوا د المان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه پرله پسې د لوړې كچې د تبادلو برخه ده. د المان خارجه وزير هېكو ماس په مارچ كال 2019م كښې د پاكستان دوره كړې وه. خارجه وزير شاه محمود ??ريشي د دورې په مهال نور ډېر مصروفيات هم لري.