اسلام آباد 05 اپ??ېل(اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د خبريالانو په هاؤسنګ سكيم كښې به پلاټونه يوازې هغه خبريالانو ته وركولې شي كومو چې وړ??ندې پلاټونه نه دي ترلاسه كړې۔خبريالانو ته به د پلاټونو په وركړه كښې سپيځلتيا په ځاې ساتلې شي٬ټول نومونه به پھ وېب پاڼه وركولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاكستان فېډرل يونين آف جرنلسټس وركرز صدر پروېز شوكت سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د خبريالانو نور مشران هم موجود وو۔په ملاقات كښې د پي اېف يو جے صدر پروېز شوكت د خبريالانو د كالونۍ په اړه تجويزونه وړ??ندې كړل او وې وئېل چې پلاټونه دې هغه خبريالانو ته وركړی شي كومو چې وړ??ندې په كوم سكيم كښې نه د خبريال په توګه پلاټ نه وي ترلاسه كړې۔د پلاټونو په لسټ كښې دې سپيځلتيا په نظر كښې وساتلې شي