اسلام آباد 20مارچ (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف سې??ېټر شبلي فراز وئېلي دي چې د غنمو ام??ادي قيمت د من په سر 1800 روپۍ او ارز??نو اوړو لپاره سبسډي اعلان كول د وزيراعظم عمران خان د كسان دوستۍ ښكاره ثبوت دے۔ د هېواد پرمختګ د كركيلې څانګې ودې او د كروندګرو خوشحالۍ سره تړلې دے۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې سې??ېټر شبلي فراز ووئيل چې د كروندګرو خوشحالي او پرمختګ د وزيراعظم عمران خان مشن دے۔ ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف وفاقي او صوبائي حكومتونه عامو وګړو ته د ارز??نو اوړو رسول باوري كولو عزم لري۔ ده ووئيل چې د غنمو په ام??ادي قيمت كښې د اضافې باوجود به اوړه ګران نه وي٬صارف??نو ته ګټه رسولو لپاره سبسډي وركوو۔ ده ووئيل چې وفاقي او صوبائي حكومتونه به دا ام?? باوري كوي چې د دوي نيم سټرټېجك ريزرو دې د (پنځه ملين ټن) درآمد كړې شويو غنمو د لارې وي٬نيم سټرټېجك ضرورتونه پوره كولو لپاره حكومت چې كله غنم د بهر هېوادنو نه درآمد كوي نو د غنمو په ځايې كچه شتون به كم فشار سره مخ وي۔ده ووئيل د غنمو اخستلو له به بنكنګ كرېډټ لائنز يوازې د وړو مېلنو او هغه خلكو لپاره وي كوم چې حكومت سره رجسټرډ دي٬د كرېډټ لائن په خواست كښې به غنمو لپاره د ذخيرې ځايونو ذكر وي۔ سې??ېټر شبلي فراز ووئيل د اوړو مېلونه چې څومره غنم غواړي ترلاسه كولې شي ولې دا به لازمي وي چې ذخيره اندوزي به كولې نه شي٬حكومت به د ذخير اندوزۍ مخ نيوي له ګامونه پورته كول باوري كوي۔