اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سې??ېټ?? شبلي فراز وئيلي دي چې اپوزيشن چانس لري چې د كورونا په وجه خپل لانګ مارچ ختم كړي، هسې هم دوي ته به د لانګ مارچ څخه څه په لاس رانه شي، سياسي لاوارث??نو د حكومت په ضد كمپائن پېل كړے، د اپوزيشن لانګ مارچ هم د ميثاق جمهوريت د آرټيكل 21 په ضد دے. اپوزيشن دې د لانګ مارچ په ځائ زمونږ مېنډېټ منلو سره انتخابي اصلاحاتو او قانون سازې لپاره زمونږ ملګرتيا وكړي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پي آئي ډي كښې ??بري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې چې د كورونا وبا شدت يو ځل بيا مخ په زياتېدو دے، د درې زرو نه زيات كېسونه ريكارډ كړې كېږي. د وبا په تېره چپه كښې ?? حكومت عملي ډېره كاميابه وه، وبا لپاره احتياطي تدابير ډې ضروري شوي دي. ده ووئيل چې معيشت داسې پړاٶ ته داخل شوے چې پكښې ??ستحكام راغلې، كاروبار مخ په وړاندې روان دے. ده ووئيل چې په اېس او پيز به عمل كول وي، د ژوند نه خوږ څيز نشته. ده ووئيل چې سياسي لاوارث??نو د حكومت په ضد يو كمپائن پېل كړے. په وزيراعظم د اعتماد ووټ سره هغه مايونه شوي دي او د سېنېټ په ټاكنو كښې هم هزيمته شوي دي، اپوزيشن خپل سياسي مرګ ويني. ده ووئيل چې پي ډي اېم يو داسې ټولګې دے چې په خپلو كښې ??ې جوړ نه جوړېږي. په دوي كښې اخ??لافات رامېنځ ته شوي دي. د سېنېټ په ټاكنه ك??ې ثابته شوې چې ن ليګ د پي پي او پي پي د مولانا په خېټه چاړه منډلې.