پېښور 09 فروری (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي هېواد كښې سرمایه كارۍ لپاره چاپيرچل ښه دے او کاروبار كښې آسانيو لپاره اص??احات روان دي، سوداګره و??ور??لي دې ټیکس وركولو كښې كردار ترسره كړي، افغانستان كښې امن سره به خېبر پښتونخوا ته ګټه ورسي او سي??ه ايز تجارت ته وده وكړي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه پېښور ګورنر هاؤس كښې کاروباری و??ور??لۍ سره ملاقات كښې وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، د اېف پی سی سی آئی پخوانې صدر غضنفر بلور، د سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری صدر شیر باز الیاس او د چیمبر نور عهدیدار هم موجود وؤ۔ صدر ووئيل ټيكس وركولو سره به د تجارتی خسارې کميدو او پرمختيائي پروژو لپاره زيات فنډز وركولو له ??رس??ه تر لاسه شي،سوداګره و??ور??لي دي هېواد كښې د ټيكس وركولو هڅو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ صدر عارف علوی ووئيل د موجودہ حکومت لخوا د کورونا وائرس وبا په مهال 1.2 کھربه معاشی ریلیف پیکج وركړے شوے ،حکومت بزنس کمیونټی له مسابقتی کاروباری ماحول وركولو له لوظي دے ،هېواد كښې سرمایه کارۍ لپاره ماحول ښه دے او کاروبار كښې آسانۍ لپاره اص??احات روان دي۔ صدر ووئيل سوداګره و??ور??لي دې حکومت سره رابطو ته لا وده وركړي او کاروباري چاپيرچل ښه كولو له دې تجاویز وركړي۔ده ووئيل ??اک??تان كښې د سېلګرۍ او آئی ټی په څانګه كښې موجود موقعو څخه ګټه پورته كولو ته اړټيا ده۔ صدر ووئيل افغانستان كښې امن سره به سي??ه ايز تجارت ته وده ترلاسه شي او د دې به تر ټولو اول خېبر پښتونخوا ته ګټه ورسي۔په دې موقع سوداګري و??ور??لۍ د کاروبار تحفظ او سي??ه ايز تجارت ودې له حکومتی اقدامات وستائل۔ دغسې صدر ته د مينځني اسيا رياستونو او د كراچۍ او ګوادر بندرځائې د لارې د تجارت په امکانات او ګټه بريفنګ وركړے شو