اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان بابائے قوم قائداعظم محمد علي ??ناح ته په پاكستان جوړولو كښې د هغه په كردار د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي ??ي چې مونږ ته د قائداعظم په فرمان اتحاد، ايمان او تنظيم عمل كولو لپاره د قومي جذبې د تجديد ضرورت دے چې دغسې د هېواد په ټولو چېلنجونو قابو وموندل شي، د ژوند په ټولو څانګو كښې د عظيم قائد په نقش ق??م تللو سره دې قوم هغه په بشپړه توګه د عقيدت پېرزوينه وړاندې كړي. د قائداعظم محمد علي ??ناح د ولادت په ورځ په خپل ??و پېغام كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې بابائے قوم قائداعظم محمد علي ??ناح هغه شخصيت دے د كوم په وجه چې مونږ ته په يو آزاد ماحول كښې د سترګو غړولو موقع په لاس راغلې. ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي ??ناح د نيمې وچې مسلمانانو لپاره يو وژن لرلو د كوم په نتيجه كښې چې د پاكستان په شكل كښې يو جلا هېواد جوړ شو. نن مونږ ته د بابائے قوم د ولادت ورځ په بشپړه توګه لمانځلو ته ضرورت دے. د قوم په حېث مونږ لپاره د ده د سالګرې ورځ لمانځل د فخر وړ خبره ده. وزيراعظم ووئيل چې د ټول قوم د نمائنده په حېث هغه خپل محبوب قائد محمد علي ??ناح سره د بشپړه محبت، عقيدت او د تشكر اظهار كوي. ده ووئيل چې د انسان په جديد تاريخ كښې لږ خلق داسې دي كومو چې زمونږ د قائد په شان پراخا مقبوليت ترلاسه كړې وي. ده ووئيل چې د قائداعظم محمد علي ??ناح دا عزم و چې د محرومې او د انتشار نه په پاك ماحول كښې دې يو داسې قوم تشكيل كړے شي كوم چې د هر ډول چېلنجونو او كشالو مقابله وكړے شي. هغه په الله تعالٰي او حضور اكرم ﴿ص﴾ پوخ باور لرلو او د هغه د تعليماتو په رڼا كښې ئې سره د ازمېښتونو، خنډونو او كشالو عظيم سفر عظمت، سربلندې او خوارې سره وكړو. وزيراعظم ووئيل چې د قائداعظم محمد علي ??ناح شخصيت د پاكستان جوړولو په شكل كښې د يو نړيوال وژن په وجه نه يوازې مونږ لپاره بلكې د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره يوه عملي نمونه ده. هغه د ايماندارې، راست بازې او صداقت عملي نمونه و. قائداعظم د نوي قوم په خاطر چې كومې بې شمېره قربانې وركړې دي، په محتصر حساب كښې احاطه نه شي كېدې. ده ووئيل چې بايد د ژوند په ټولو څانګو كښې د عظيم قائد په نقش ق??م تللو سره هغه ته په بشپړه توګه د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شي. وزيراعظم ووئيل چې راځئ د الله تعالٰي څخه التجا وكړو چې هغه د قائداعظم محمد علي ??ناح د سوچ له مخې په نړۍ كښې د يو قوي قوم جوړېدو همت راكړي.