اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پی ??ی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د شورو په ورځ د افغانستان خپل همڅنګ حنیف اتمر سره ټیلیفوني تماس نيولے ۔دواړو لارښودو ??ه افغان امن عمل ، شريكو اړيكو،د كډو??لو په ستنيدو او په سيمه ايزو رابطو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ خارجه وزير د دې خبرې لوظ وكړو چې پاکستان د يو امناك ، متحد او مستحکم افغانستان مرسته کوي۔ ده ??ه افغان امن عمل كښې د پاکستان مثبت کردار رامخې ته كولو سره هيله څرګنده كړه چې افغان قیادت به د يو كوټلې او وسیع البنیاده سیاسی تصفیې د لارې افغانستان كښې امن لپاره د انټرا افغان مذاکرات تاریخی موقعې څخه ګټه پورته كړي۔خارجه وزير ووئيل پاکستان د افغان حکومت او د افغان اولس په مشرۍ كښې د افغانانو د سباؤن ??ه اړه د شوو پريكړو احترام كوي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ له د هغه عناصرو څخه ځان خبر ساتلو ته هم اړتيا ده كوم چې افغانستان كښې امن او استحکام ليدل نه غواړي۔خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه د زياتو شوو اعلی كچ تبادلو هم هركلے وكړو، چې پكښې د افغان اولسي جرګې اسپیکر میر رحمان رحمانی اوسنۍ دوره او اسلام آباد كښې د پاکستان ، افغانستان تجارت او سرمایه کارۍ فورم كول شامل دي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتی او معاشی اړيكو زياتولو په هڅو زور راوړو۔ خارجه وزير د افغان كډو??لو هېواد ته ستنيدو لپاره د وقت تعین کولو اهميت رامخې ته كولو سره د افغان كډو??لو په عزت سره ستنولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ خارجه وزير د جلال آباد په يو اسټيډيم كښې پ?? بدقسمته پېښه كښې ??ه انسانی زيان د افسوس څرګندونه هم وكړه۔خارجه وزير ووئيل د نوې ويزا پالیسی مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطې لا آسانول دي