اسلام آباد 09 اکتوبر (??ے پی پی) وزیرِاعظم عمران خان وئيلي دي د انفارمیشن ټیکنالوجی په څانګه كښې په زړه پورې صلاحیت لرو، پخوا د انفارمیشن ټیکنالوجی څانګه نظر انداز ک??لو باوجود زمونږ ځوانانو خپل صلاحیتونه كارولي، انفارمیشن ټیکنالوجی څانګې پرمختګ له به هر ممكن اقداما?? کولے شي۔?? دې خیالاتو څركندونه ده هيواد كښې انفارمیشن ټیکنالوجی ودې په اړه د غونډې مشرۍ ك??لو سره وكړه۔ په غونډه كښې د پنجاب د لوړو زدكړو صوبائی وزیر راجه یاسر همایون، د این آئی ټی بی چیئرمین (نیشنل انفارمیشن ټیکنالوجی بورډ) سیّد شباهت علی شاہ، عامر هاشمی، وائس چانسلر آئی ټی یو ډاکټر سرفراز خورشید، شباهت رفیق او د پی آئی ټی بی چیئرمین اظفر منظور ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د آئی ټی سیکټر ودې او په خاص توګه ګلوبل چِپ ډیزائن انډسټری څانګه كښې د هيواد د ځوانانو د استعدادِ كار??لو په اړه تجاویز او په اقدامات غور وشو۔ وزیرِاعظم عمران خان غونډې ته ووئيل انفارمیشن ټیکنالوجی په څانګه كښې د هيواد ځوانان او تعلیم یافته كسان به زړه پورې صلاحیت لري،زمونږ ځوانان د هيواد اصل اثاثه ده،د هيواد رغونه او پرمختګ كښې د ځوانانو شامل??لو لپاره ضروری ده چې جدیدو څانګو كښې دغه ځوانانو له ښه چاپيرچل وركړے شي۔ وزیراعظم ووئيل پخوا د انفارمیشن ټیکنالوجۍ څانګه نظر انداز ک??لو باوجود هم زمونږ ځوانانو خپل صلاحیتونه كارولي، حکومت په سرکاری كچه ?? دې څانګې معاونت له لوظي دے او په دې لړ كښې به هر ممکن هڅې كولې شي۔ وزیرِاعظم د این آئی ټی بی چیئرمین ته سپارښتنه وكړه چې انفارمیشن ټیکنالوجی ودې په اړه وړاندې كړو تجاویز له عملی شكل ورك??لو په اړه تګلاره جوړه كړئ۔