اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شوے۔ هندي سفارتكار ته د ستمبر په 13مه نېټه د ش??ې په وخت د كنټرول لائن په جندروټ سېكټر كښې د جن?? بندې په بلااشتعال خلاف ورزو سخت احتجاج شوے۔ د هندي پوځ په بلااشتعال ډزو كښې درې بې ګناه وګړي سخت ژوبل شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د هند سينئر سفارتكار خارجه دفتر ته طلب كړے شو او هغه ته احتجاجي مراسله سپارل شوېِ٬ هندي سفارتكار ته وئيلي شوي دي چې د هند قابض پوځ د اېل او سي او وركنګ باؤنډري پرله پسې خلاف ورزې كوي او د آرټلري٬ درنې او خودكار وسلې دلارې عامه آبادي په ن??ه كوي۔ هندي سفارتكار ته ووئيل شول چې قصداَ آبادي په ن??ه كول ډېر د افسوس خبره ده٬ دا د انساني عظمت او وقار٬ د نړيوالو بشري حقونو څرګنده خلاف ورزي ده۔ د هند دې خلاف ورزو سره سيمه ايز امن سختو خطرو سره مخ دے او د دې نتيجه د كومې ستراتېژيكي غلطې په صورت كښې راوتلې شي۔ هند سږ كال 2245 ځله د جن?? بندې بلا اشتعال خلاف ورزې كړې دي چې پكښې 18 بې ګناه وګړي شهيدان او 180 ژوبل شوي دي۔ په هند زور راوړل ش?? چې هغه دې د كال 2003م د جن?? بندې د لوظنامې پاسداري وكړي۔ د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو ته دې د خپل كردار ترسره كولو اجازه وركړي