ماسکو 10 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د كرونا نړيوالې وباء ګرده نړۍ كښې د انسانانو ژوند او معاش سخت ځپلے دے٬ مونږ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو سر?? رامخې ته مسئلې په نوې امكان بدلولې شو٬ په نړيوال امن٬ سلامتيا او نړيواله ترقي زياتولو كښې د ملګرو م??تونو مركزي كردار زيات ضروري دے٬ پرمختګ، معاشي شرح نمو، د غربت خاتمه او د اولس د س??اجي معيار بهترۍ هدفونه سر كولو لپاره د پخوانيو شخړو سوله ايز حل پكار دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي دا خبرې د زيارت په ورځ ماسكو كښې د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ خارجه وزير ووئيل كه د كرونا نړيوالې وباء يو خوا ګرده نړۍ كښې د انسانانو ژوندون او معاش سخت ځپلے دے نو بلخوا ئې د دې مشتركه خطرو او مسئلو په ګده د مقابلې كولو اهميت هم يو په دوه زيات كړے ٬ د سختو او مشكلو حالاتو با??جو?? مونږ په اېس سي او كښې ګټور اشتراك عمل جاري ساتلے كوم چې د رشېن فېډرېشن په مشرۍ كښې ګڼ اړخيز او د شريكې مرستې مظهر دے۔ ده ووئيل د اېس سي او د جوړېدو په شل كاله ترسره كېدو م??نږ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو سر?? رامخې ته مسئلې په نوې امكان بدلولې شو دغسې چې د اېس سي او حقيقي صلاحيت په ډاګه كړے شي٬ مئي او جولائي 2020 كښې د اېس سي او د خارجه او صحت وزيرانو ورچوئل غونډه كښې د كرونا وباء مخنيوي لپاره د ګڼو هېوادونو٬ پرېكنده او په اشتراك عمل آډانه هلو ځلو ضرورت رامخې ته كړو او په دې لړ كښې د ملګرو م??تونو د روغتيا د نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او)نظام د لارې په اشتراك عمل كښې سر??هرست كردار لوبېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان د كرونا وباء په موثره ډول د م??نيوي په اړه د خپلو تجربو څخه نړۍ مستفيد كولو لپاره چمتو دے چې په سوب ئې نن د كرونا وائرس ځپليو كسانو او مرګونو كښې كمې راغلے ٬ مونږ په دې هم پوهېږو چې نړيواله وباء سياست لپاره كارولو او د كومې هم منطقې ٬ مذهب يا طبقې سر?? تړل يا په دروغو اډانه تورونه لګول هم ناسمه دي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د اېس سي او يوته كونسل په نوې غړي جوړېدو د خپلې خوشحالۍ څرګندونه كوٶ٬ مونږ به د اېس سي او د لارې پرله پسې د خپرېدونكو او په وده كوٶنكو څانګو كښې فعاله مرستې ته وده وركول جاري ساتو٬ په دې لړ كښې ما يو شمېر سفارشات وړاندې كړې دي