اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید ??حمد د 7كروړه روپو په لګښت ویمن یونیورسټی سكستھ روډ كښې څلور منزله هاسټل بلاك جوړولو له د بنياد تيګه ايښودې ده ۔ په دې موقع دستورې ته خپله وينا كښې شیخ رشید ??حمد ووئيل د پينډۍ په هر يو كلي كښې تعلیمی اداره جوړه شوې ، پينډۍ كښې به د چين په مرسته يو پوهنتون جوړولے شي، د لوڼو او خويندو په دعاګانو راژوندے شوے يم، ښه قام لپاره ښې مور او ښه استاذ ته اړټيا وي هم دغه وجه ده چې پھ پينډۍ كښې د تعلیمی ادارو جوړولو له مې لوظ كړے او په هغې به عمل در آمد كولے شي، ده ووئېل د مور بچي روغتون په كار به اوس د درې په ځائې 6 بلیونه خرڅ كولې شي، د مور او بچي روغتون به سټیټ آف دی آرټ روغتون وي چې پكښې به 14 آپریشن تھیټرز وي۔ د دې نقشه ما د مانچسټر څخه راوړلې ده۔ ده ووئېل تر 14 كالو په دې روغتون كار بند ؤ۔ ډسټركټ هیډكوارټر روغتون راجه بازار به هم د 100 اربه روپو په لګښت سره نوے كولے شي، په دې به ډير زر كار پېل شي۔ پينډۍ كښې ما اول هم پوهنتون جوړ كړے او دا به بل بل وي۔ده ووئېل پينډۍ كښې به د چين په مرسته پوهنتون جوړولے شي ، ایم فل او پی ایچ ډی لپاره به د دې پوهنتون الحاق هم په نړيواله كچه وي۔ په اېم ایل ون د وزیراعظم پاكستان عمراں خان او سرلښكر قمر جاوید ??اجوه مننه كوم د چا په هڅو چې اېم ایل ون منظور شوے ا٬ اوس په 21 تار??خ به د دې ټنډر هم وكړے شي ۔ده ووئېل د 1886 نه پس يو نيم سل كاله پس د پاكستان تقدیر بدليدونكے دے، په ناله لئی به 70 اربه روپۍ خرڅ كولې شي۔ لئی ایكسپریس ??ے د 26 اربه روپو پراجیكټ ؤ دغسې 14 كاله تاخیر په وجه 70 اربه روپو ته رسيدلے ،پيندۍ يو محفوظ ښار دے۔ دې څخه وړاندې وفاقی وزیر شیخ رشید ??حمد ٬ اېم این اے شیخ راشد شفیق ، وائس چانسلر عالیه سهیل ،ډائریكټر كالجز شیر احمد ستی سره د پوهنتون په خوا كښې د هاسټل بلاك جوړولو د بنياد تيګه كيښودله۔ دې نه پس شیخ رشید ??حمد د ميډيا د پوښتنو ځواب وركولو كښې ووئيل عثمان بزدار چرته نه ځي، د نوازشریف هيواد ته د راوستلو په اړه وفاقی كابینې هم مرسته كړې ، په 01 ستمبر مهمې پريكړې كيدونكې دي۔ ښكاري چې نواز شريف بيرته نه راځي او شهباز،حمزه زندان ته تللے شي۔ ده ووئېل اپوزیشن يو موټے نه دے، د مولانا فضل الرحمان او شهبازشریف ملاقات ناكامه ؤ۔ شیخ رشید ??حمد ووئيل اپوزیشن يواځنې خواهش د نیب ختمول دي