اسلام آباد20 اګست (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د اېم اېل ون پروژه ډېره مهمه ده٬د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې رېلوے نوے ژوند موندے ٬په څلورو مياشتو كښې به د كراچۍ سركولر رېلوے ټريك وغزولے شي۔د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال شېخ رشيد احمد ووئيل د مين لائن ون پروژې سره به رېلوے نوي دور ته داخل شي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده پوره كوي٬د مخالفې ډلې ګوندونه په ډلو كښې تقسيم دي٬د دوي خواهش به پوره نه شي۔نېب ځپلي خلك خبرې كوي خو د عمران خان په حكومت كښې به څوك اېن آر او ترلاسه نه كړي۔ ده ووئېل نېب به دواړو غاړو ته كاروائي ك??ي۔?? شهباز شريف او حمزه شهباز ك??س ډېر سنجيده دے٬مريم نواز د مايوسۍ په حالت كښې د كاڼو وارولو ??ار خپله كړی۔ده ووئېل د مريم نواز شريف پھ وجه د نواز شريف حالات خراب شول٬اوس هغه د مسلم ليګ(ن)حالات هم خراب??ي۔??ه ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد وړاندې بوتلل غواړي۔د پيپلز پارټۍ او (ن)ليګ ډېر كسان نااهل راته ښكاري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جمهوري حكومت او پاك پوځ يو موټے دي۔دواړه هېواد مخ په وړاندې بوتلل غواړي۔حكومت د كورونا وائرس وبا پشان چېلنجونو سره مخ دے او سره د دې هم معيشت د بهترۍ په ??ار روان دے ۔ده ووئېل د حكومت درېم كال به مثالي كال ??ي۔?? چينو او وړو مسئله به حل كوو۔ده ووئيل س??ود?? سره مونږ يو تعلق لرو او چين هم په هره معامله كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬د پاكستان او چين دوستي د هماليه نه لوړه ده