اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د غېر ضروري خرڅونو كمې لپاره دې په ادارو كښې د اصلاحاتو عمل تند كړې شي?? د کرونا له مخې د خېبرپښتونخوا معاشي وضعې نه دې اولس خبر وساتلې شي?? د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپل?? شي٬ د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ زياتولو ته بشپړه پاملرنه وكړئ، صوبو كښې د توان ا??تع??اد په اړه لائحه عمل د توان وزارت سره په مشاورت مرتب كړئ۔ وزيراعطم دا خبرې د خېبرپښتونخوا د پرمختيائي چارو ٬ راتلونكي بجټ كښې د ادارو په اصلاحاتو ٬ د كرونا وائرس په تناظر كښې د صوبې معاشي صورتحال ٬ په خاص توګه د صوبې ??مدن او خرڅون او د وسائلو پحقله په رامخې ته شوو مسئلو قابو موندلو لپاره د سباٶن لائحې په اړه د يوې اعلې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د رشكئ خاص اقتصادي زون جوړولو د پېشرفت ٬ د سوات موټروے فېز ټو ??نص??بې ??ملي كولو او د توان پېداوار پحقله د صوبې ????تع??اد او د سباٶن په ??نص??بو تفصيلي خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د توان وفاقې وزير عمر ايوب خان،د قامي خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوہ او د صوبائي حكومت لخوا د خېبر پښتونخوا اعلٰې وزير محمود خان ، د خزانې وزير تېمور سليم خان جھګړا، چېف سېكرټري ډاكټر کاظم نياز او نورو لوړ پورو ګډون كولو