اس??ام آباد 15 دسمبر(اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي پارلماني سېكتر نواز خان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې په هېواد او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې د سيلګرې ودې لپ??ره حكومتي اقدامات روان دي او په چوړ وادې كښې د سړكونو رغونې لپ??ره د فنډ وركول هم د دې لړې يوه كړۍ ده. د اتوار په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د هز??ره موټروے د مانسهره نه تر بټل برخه به د كال 2020م د جنورې تر وړومبې نېټه عام ټرافيك لپ??ره پرانستل شي. ده ووئيل چې په بېلا بېلو پروژو كار روان دے او د دې پروژو ترسره كېدو سره به د سېلګرې څانګه ښه وده وكړي او ځا??ي خلق به د روزګار موقعې ترلاسه كړي. ده ووئيل چې خېبر پښتونخوا سېلګرې لپ??ره ښائسته ښائسته ځايونه لري.