اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خصوصي مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د چین پاکستان آزاد تجارتی لوظنامې دوهم پړاؤ كښې به پاكستان ته د 1047 مصنوعاتو زیرو ډیوټی شرح سره د برآمد كولو اجازه ترلاسه شي۔ د چین پاکستان آزاد تجارتی لوظنامې (سی پی اېف ټی اے) دوهم پړاؤ په پیل دواړو هې??ادونو ته مباركي وركولو سره دې د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې ووئيل دا د دواړو هې??ادونو اولس او ملګرو لپاره يو ښه خبر دې۔ راتلونكو ورځو كښې به د سي پېك او پاك چين ملګرتيا په اړه نور هم ښه خبرونه رامخې ته شي۔ دې ووئيل آزاد تجارتي لوظنامه نه يوازې ددواړو هې??ادونو ترمينځھ د پخوانۍ او تل پاتې خپلولۍ مظهر دې بلكې دې سره پاكستاني سوداګرو ته د چين منډيانو ته زيرو ډيوټي شرح سره د مصنوعات?? برآمد كولو آساني هم ترلاسه شي۔ دې ووئيل د پاكستان ټېكسټائل څانګه به دې څخه زياته استفاده وكړي۔ خاص مرستيالې ووئيل دې سره سره به د كركي??ې ٬ د څرمنې مصنوعاتو ٬ كنفكشنري او بسكټ تيارونكې څانګې هم دې څخه ګټه پورته كړي۔ ددې لوظنامې له مخې به پاكستاني سوداګرو ته د چين منډيانو ته د 313 نوې مصنوعات?? برآمد كولو موقع ترلاسه شي۔ دې ووئيل پاكستان وړاندې نه د آزاد تجارت لوظنامې له مخې د 742 مصنوعاتو په برآمد د صفر ډيوټۍ رعايت څخه استفاده كوي۔ په دوهم پړاؤ عملدرآمد څخه وروستو به پاكستان ته د 1047 مصنوعات?? برآمد كولو اجازه ترلاسه شي