اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان له د تباه وړ ثابت شوے٬ بيا لپاره به مونږ د يو جنګ برخه نه جوړېږو٬ مودي سركار د طاقت په زور كشميريان غلي كولې نشي ٬ د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئيلي آسياء كښې كوټلې امن ممكن نه دے٬ پاکستان د افغان مسئلې سياسي حل لپاره هڅې ك??ي٬ پاكستان د سعودي او د ايران ترمېنځه د اختلافاتو لرې كولو لپاره هم هڅې ك??ي٬ مونږ په پاكستان كښې كاروبار آسانوٶ٬ غېر ملكي سرمايه كارو لپاره په ويزه كښې د نرمۍ پش??ول يو شمېر اصلاحات شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ??وئ??ل د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان لپاره د تباهې وړ ګرځېدلې٬ پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف كردار لوبولې٬ پاکستان په دې جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې ٬ په دې جنګ كښې پاكستان سره ځېنې مرسته هم شوې خو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ته ډېر زيان رسېدلې ۔ ده ??وئ??ل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ زده كړه وكړه چې بيا به د چا په جنګ كښې برخه نه اخلو٬ پاکستان اوس په هر ډول شخړه كښې د برخې اخستو په ځائ د روغې جوړې كردار لوبوي۔ ده ??وئ??ل مونږ چين او امريكې څخه سبق زده كړې ٬ چې امريكې د انفراسټركچر په جوړولو كښې زيات پرمختګ كړې خو بلخوا ئې څو ټرېليونه ډالرې په جنګ لاهو كړې او چين د جنګونو په ځائ د اولس په پرمختګ پېسه خرڅ كړې۔ وزيراعظم ??وئ??ل د پاكستان جيو ستراتېژك محل وقوع ګرده نړۍ كښې ځانګړې ده٬ مونږ پاكستان كښې كاروبار آسانوٶ او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكې هېواد جوړوٶ۔ ده ووئېل مونږ غېر ملكي سرمايه كارو او سېلګرو لپاره په ويزه كښې د نرمۍ پش??ول يو شمېر اصلاحات كړې ٬ پاکستان مو ګردې نړۍ لپاره پرانستې دے٬ پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كاري وده مومي او د غېر ملكي سېلګرو شمېره هم په زړه پورې زياتېږي ۔ د افغانستان پحقله وزيراعظم عمران خان ??وئ??ل افغان مسئله پوځي حل نه لري او دا معامه د شريكو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي۔ ده ??وئ??ل پاکستان افغان امن لپاره مهم كردار او د افغان مسئلې سياسي حل لپاره هڅې ك??ي٬ ده ??وئ??ل افغان مسئله په سم لور رو??نه ده٬ په افغانستان كښې امن سره به پاكستان لپاره د مېنځنۍ آسياء رياستولو ته رسنه آس??نه شي۔ ده ??وئ??ل پاکستان د سعودي عرب او ايران اختلافات لري كولو لپاره هم هڅې ك??ي٬ هڅې كوٶ چې د پاكستان په ګاٶنډ كښې نورې شخړې نه وي۔ ده ??وئ??ل د امريكې او ايران ترمېنځه خبرو پېل كولو كښې هم كردار لرو٬ پاکستان ټولو ګاٶنډيانو سره ښې اړيكې غواړي۔ ده ??وئ??ل د هند د كروړونو آبادي د بي جے في نازي نظريې څخه سخته ځپلې كېږي او د بده مرغه هند كښې د شدت خوښۍ نظر غالب كېږي او هند د نسل پرست??نه برتري په خطرناکه نظريه عمل كوي۔ ده ??وئ??ل هند كښې د المان نازي غوندې هندوتوا ژرړې قوي كېږي٬ د هند نوبل انعام يافته امرتيا سين وئيلي دي هند كښې خلق يره ترهه محسوسوي۔ د کشمير پحقله وزيراعظم ??وئ??ل په مقبوضه كشمير كښې د ظالم??نه اقداماتو په سوب مودي حكومت راګېر شوې ٬ په مقبوضه کشمير كښې نهه لكه هندي امنيتي ځواكونو د اتيا لكه نه زيات كشميريان د سلو ورځو نه زياته موده په كورونو كښې محصور كړې ۔ وزيراعظم ??وئ??ل نړيواله ورورولي د دې خبرې بايد احساس ولري چې هند كرفيو لرې كړه نو هلته به څه رامخې ته كېږي ځكه جې په مقبوضه کشمير كښې زلمي د شپې په تياره كښې وړلې كېږي۔ وزيراعظم ??وئ??ل په دې صورتحال كښې پاكستان څنګه هند له د دوستۍ لاس وروړاندې كولې شي۔ وزيراعظم ??وئ??ل ماحولياتي بدلون او غربت د منطقې د ټولو لوے مسئلې دي او دواړو هېوادونو له د دې لاره نيولو لپاره هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ ده ??وئ??ل د نازي نظريې په پېل نړۍ ته د سنګينو نتيجو اندازه نه وه٬ د نظريې په غالبه راتللو د لكهونو په شمېر خلق وځپلې شول۔ ده ووئېل پاکستان او هند دوه اتومي هېوادونه دي د دوي ترمېنځه د شخړې دړدناكې نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ ده ??وئ??ل چين پاکستان سره د مصنوعي ذهانت پوهنتون جورولو له مرسته ك??ي٬ د زرعي څانګې پرمختګ لپاره چين د جديدې ټېكنالوجۍ وړاندېز كړې چې ورسره به د پاكستان زرعي برآمدات زيات شي