اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان د جمعې په ورځ ترك اولس مشر رجب طيب اردوان سره ټېلي فوني تماس ??يولې او د پا??ستان لخوا ئې تركيه سره د يوالي څرګندونه كولو سره د مرستې باور وركړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د ترهګرۍ په اړه د تركيې په تحفظاتو په بشپړه توګه پوهېږو۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د 70 زره ځانونو قربانۍ وركړې دي او د لسيزو راهسې د 30 لكه نه د زياتو كډوالو بوج برداشت كوي۔ ده ووئيل پا??ستان د تركيه چې 40 زره وګړي ئې ترهګرۍ لمينځه وړلې دي رامخې ته خطرو او چېلنجونو نه په بشپړه توګه خبر دے۔ ده ووئيل پا??ستان لكه د تل پشان تركيه سره د يوالي څرګندونه كولو سره د خپل اړخه د بشپړه ملاتړ باور وركوي۔ ده ووئيل مونږ لاس ??ه دعا يو چې تركيه د سوريې صورتحال په سوله ايز ډول حال كولو كښې كاميابه شي۔ منطقه كښې د سلامتيا او سيمه ايز استحكام هلې ځلې هم كاميابۍ سره ترسره شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د پا??ستان حكومت او او??س د تركيه د اولس مشر رجب طيب اردوان راتلونكې مياشت د پا??ستان دورې سترګې په لا?? دي