اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د وزير??عظ?? د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزير??عظ?? عمران خان وېژن ته عملي شكل وركولو لپاره ټولې ادارې هڅې كوي٬ جمهوريت او ټولنه د اپوزيشن د كردار نه بغېر مكمل نه وي٬ د اپوزيشن د رويې له امله كشمير كاز ته زيان رسي٬ نن كشمير ?? كوم يو ګوند په پلو نه بلكې د پاكستان په پلو ګوري٬ وزير??عظ?? عمران خان د هند اصل څېره نړۍ ته وړاندې كوي٬ اپوزيشن دې د وزير??عظ?? په هڅو كښې خپل مثبت كردار ترسره كړي٬ اولس ته ارزان او فوري انصاف رسول د وزير??عظ?? عمران خان وژن دے٬ د عام پاكستاني اساني لپاره په قوانينو كښې بدلون كولې شي٬ وزير??عظ?? عمران خان هېواد د وروست نظام نه ويستل غواړي۔ د خالي په ورځ د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د وزير??عظ?? د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د رخصتې په ورځ دلته ستاسو موجودګي د دې خبرې علامت دے چې په قومي كاز مونږ ټول يو موټې يو۔ هغې په مظفر آباد كښې كشميري وروڼو سره د يووالي په اړه د وزير??عظ?? عمران خان لخوا د ټولې مېډيا٬ خبريالانو٬ نړيوالې مېډيا٬ سول سوسائټې او د هنرمندانو پشمول د ژوند هر اړخ سره د تعلق لرونكو مننه وكړه او وې وئيل چې پرون ټول د كشميريانو غږ جوړېدو لپاره راوتلي و?? او دوي سره يووالي لپاره مظفر آباد ته تللي و??۔ په دې موقع د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم د پنجاب او د خېبر پښتونخوا د قانون وزيرانو پشمول د قوانينو كښې د بدلون په اړه تفصيلي خبرې وكړې او د خبريالانو د بېلا بېلو پو??تنو ئې ځوابونه وركړل۔