اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې يوه غونډه شوې چې پكښې په وزيراعظم هاؤس كښې تر ټولو د جديد پوهنتون يونيورسټي آف انجينئرنګ او ايمرجنګ ټېكنالوجيز جوړولو په اړه د پرمختګ جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د پوهنتون په بېلا بېلو چارو بحث وكړې شو۔ په غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬ د سائټس او ټېكنالوجې په اړه د ټاسك فورس چيئرمېن ډاكټر عطاالرحمان٬ د سائنس او ټېكنالوجې سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير وزيراعظم ته د سائنس او ټېكنالوجې د تعليم ودې٬ د تحقيق ډاډګېرنې او د بېلا بېلو حكومتي تنظيمونو او صنعتونو ترمېنځه د روابط جوړولو په اړه بريفنګ وركړو۔ پروفېسر ډاكټر عطاالرحمان بريفنګ وركولو ??ره وزيراعظم خبر كړو چې ټاسك فورس جامع نالج اكانومي پاليسي دستاوېز تيار كړے۔ د دې نه علاوه په كاروبار كښې د اسانې او بهترې په اړه هم دستاوېزات تيار كړې شوي دي۔ دا دستاوېزات به د سرمايه كارې بورډ ??ره شريك كړے شي۔ ده ووئيل چې ټاسك فورس به د ټېكس وصولې په څانګه كښې د اېف بي آر او د نا??را ترمېنځه په موثره رابطه جوړولو كښې هم مرسته كوي۔ وزيراعظم سائنسي او تكنيكي تعليم او د تحقيق ودې لپاره د سائنس او ټېكنالوجې وزارت هڅې وستائيلې او وې وئيل چې په كركيله كښې دې وېليو اېډيشن ته ترجيح وركړې شي۔ وزيراعظم د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير او د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن لخوا د غوره كړې شو??و 15 غوره پوهنتونونو د انتخاب او د خاص درجې وركولو منظوري هم وركړه۔ وزيراعظم د پوهنتونونو لخوا د دوي د تحقيق په بنياد د تجارتي پروژو جاج اخستلو٬ د سكالرشپ پروګرام احساس پروګرام ??ره د تړلو او مربوط كولو او د تحقيق او پرمختګ چارو په وده كښې مهم كردار تر??ره كولو لپاره د صنعتونو د ډاډګېرنې هدايت وكړو۔