اسلام آباد ۔ 26 جولائي (اے پي پي) د سرکاري او نجي سكيمونو د لارې يو لك 20 زره حج كوٶنكي حجا?? مقدس ته رسېدلې دي۔ د حج نه وړاندې به فلائټ آپرېشن تر 6م اګست تر سره كړې شي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې مانيټرنګ ډلو د 295 نجي كمپنو د مانيټرنګ كار ترسره كړې دې او تر اوسه 212 ورك شو?? حج كوونكي خپلو استوګنو ته رسولې شوې دي٬ حرم ګائيډز د 45 زره نه د زياتو حج كوونكو راهنمائي كړې ده٬ د 3400 نه زيات بېګز لټولو سره حج كوونكو ته رسولې شوې دي٬ په کال سنټر لارښودنې لپاره 432 او ګيلو لپاره 406 شكايات موص??ل شوي٬ 86 شکايتونه غېر متعلقه ٬ 255 ??كاتونه لرې كړې شو او په 65 كار روان دې۔ وياند له مخې حج ميډيكل مشن تر اوسه د 31 زره نه زيات حج كوونكو رانځورانو طبي مرسته كړې ده او 113 رنځوان د سعودي روغتونونو ته منتقل كړې شوې دي او دغس?? 168 رنځورانو ته وهيل چيئرز هم وركړې شوې دي