اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان امر كړې چې د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيزونو ??ركړه دې نه يوازې باوري كړې شي بلكې د ضرورت ټول څيزونه دې په مقرره بېعه اولس ته ترلاسه وي٬ انتظامي چارواكي دې په فيلډ كښې خپ??ه موجودګي باوري كړي او د منافع خورو او ذخيزه كوٶنكو په ضد دې په سمدستي توګه اېكشن واخلي ٬ د برېښنا٬ ګاز او اوبو مانيټرنګ لپ??ره دې په صوبائي كچه كنټرول روم جوړ كړې شي ٬ دغسې چې د فيلډ چارواكو لخوا هره ورځ د رالېږلې شوې راپورونو جاج واخستې شي او د روژې په مياشت كښې انتظامي كنټرول لا موثره كړې شي۔ وزیراعظم دا احكامات د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د رمضان پېكېج كال 2019 په لړ كښې د لوړې كچې غونډې په مهال وركړي۔ په دې موقع د تجارت صلاح??ار عبدالزراق داؤد، د خزانې صلاح??ار ډاکټر عبدالحفیظ شېخ، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ محمود خان، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكتر فردوس عاشق اعوان، خاص صلاح??ار یوسف بېګ مرزا، وياند ندیم افضل چن، صوبائي وزيران مخدوم هاشم جوان بخت، میاں عاصم اقبال، تېمور سلیم جھګړا، وفاقي او صوبائي سېكتران ٬ چيف سېكتران او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د اولس د ستونزو نه ښه خبر دے او حكومت هره ممكنه هڅه كوي چې اولس ته ټولې ممكنه آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د روژې په مياشت كښې د خوراك څښاك څيزونه په ټاكلې بيعه وركول باوري كولو لپ??ره دې انتظاميه په ضلعي ماركيټونو ??ښې فعاله كردار ٬ د وفاق او صوبائي حكومتونو ترمېنځه رابطې او د صورتحال پرله پسې مانيټرنګ ډېر اهميت لري۔ وزیرِاعظم واضح امر وكړو چې د منافع خورو او د ذخيره كوٶنكو په اړه ګيلې به اونه زغملې شي او انتظاميه دې د دغه عناصرو په ضد په سمدستي توګه كاروائي باوري كړي ۔ وزیرِاعظم ووئيل د روژې مياشت ??ه مخې اړوندو وزارتونو ته امر شوې چې د پېشمني او روژه ماتي په وختونو ??ښې د برېښنا ٬ ګاز او اوبو ترلاسه وركړه باوري كړې او د امن او امان په صورتحال هم نظر وساتئ۔ په دې موقع صوبائي وزيرانو او اړوند سېكترانو ??زيراعظم د روژې په مهال د خوراك څښاك څيزونه د ټاكلې بيعې ??ه مخې وركولو ٬ د منافع خورو او ذخيره كوٶنكو حوصله شكنۍ په اړه په صوبائي كچه د پورته كړو ګامونو ??ه خبر كړو۔ د پنجاب چيف سېكتر وزیراعظم ته ووئيل شول سږ كال پنجاب كښې د دريو سوو نه زيات رمضان بازارونه جوړ كړې شوي چرته چې به د خوراك څښاك لس ضروري څيزونه په سبسډي وركولې شي او د نور 12 څيزونه به د تهوك په بيعه وركولې شي٬ په لسو څيزونو ??ښې اوړه٬ چيني ٬ ټماټر ٬پياز ٬ لېمبو ٬ ورېژي ٬ د چڼو دال٬ بېسن او غوړي شامل دي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول په رمضان بازارونو ??ښې به چيني په 55 روپۍ كلو او لس كلو اوړو به په 290 روپۍ وركولې شي او دغسې د غوړو او د ضرورت نور څيزونه په ارزانه بېعه وركولو لپ??ره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا چیف سېکتر د روژې په مياشت كښې د صوبائي انتظاميې لخوا د پورته كړو اقداماتو نه وزيراعظم خبر كړو۔ په دې موقع وزيراعظم امر وكړو چې رمضان بازارونو ??ښې د وركړې كېدونكو څيزونو ??عيار باوري كولو ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي