اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د انرژۍ په حقله د اعلٰی پاې غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو عمر ايوب خان٬فواد چوهدري٬مخدوم خسرو بختيار٬د توان سېكتر عرفان علي٬د توان په حقله ?? ټاسك فورس چيئرمېن نديم بابر او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د توان په ??انګه كښې هېواد ته په پیښو مسئلو پھ خاص توګه د ګرځينده قرض جاج اخستلو له وزيراعظم ته ووئيل شول يوازې په كال 17-2018 كښې ګرځينده قرض 4 نيم سوه ارب روپۍ زيات شوې د كو?? بنيادي وجه چې د هغې وخت حكومت هغه سياسي پريكړه وه د كو??ې ترمخه چې وزارت ته وئېلي شوي وو چې 100 فيصده د برېښنا غلا كو??نكو سيمو ته بې د څه ځنډه برېښنا وركول روانه وساتۍ۔يو اړخ ته د ګرانې بجلې پېداوار او بل اړخ ته غلا او د بلونو نه جمع كو??و په سبب ګرځينده قرض ډېر زيات شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول دا وخت 41 فيصده برېښنا په درآمد كو??نكو ګرانو تېلو پېدا كې??ي۔په نړيوال كچ د تېلو ګرانېدو سره پېداواري لګښت لا زيات شوې۔غونډې ته ووئيل شول په شخصي توګه د برېښنا پیدا كو??نكو كارخانو پېداوار پرله پسې كمېږي۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل تېرو واكدارانو يوازې د خپلې سياسي ګټې لپاره هېواد او قام د قرضونو دلدل ته ورديكه كړي ٬ ده ووئېل يو پلو په بهرنيو قرضونو د ګرانې برېښنا پېدا كو??و كارخانې جوړول او بل پلو د ترسيل او وېش څانګه نظرانداز كو?? مجرمانه غفلت دے او داسې كو??نكي قامي مجرمان دي۔وزيراعظم د توان وزارت ته سپارښتنه وكړه چې د ترسيل او وېش پھ اړه جديده ټېكنالوجي معرفي كو??و ته خاص پام لرنه وكړئ دغسې چې د ترسيل او وېش مسائل حل كړې شي۔وزيراعظم امر وكړو چې د روژې مياشت تر مخه خاص انتظامات وكړئ دغسې چې د روژه ماتي او پېشمني په وخت د برېښنا وركړه باوري كړې شي