اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د سعودي عربستان لخوا پاكستان ته د يو ا??به ډالرو پور درېم قسط به جنورۍ كښې تر لاسه شي۔دا خبره د خزانې وزارت لخوا د شورو په ورځ د خزانې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې كړې۔ د غونډې مشري د كمېټۍ چيِئرمېن فاروق اېچ نائيك كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وزارت سينئر چارواكي ووئيل د سعودي عرب لخوا د دوه اربه ډالره د وړاندې نه تر لاسه دي او يو قسط د يو ا??به ډالرو به روانه مياشت جارې كړې شي۔ د چين لخوا د دوو ا??به ډالره د وركړې د يو خبر پحقله د پوښتنې ??ه ځواب چارواكي ووئيل په دې لړ كښې حتمي شمېرې نه ??م وركولې خوا دا ضرور ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دې لړ كښې خبرې اترې روانې دي۔ قائمه كمېټۍ د خزانې وزارت ته ووئيل په راتلونكې غونډه كښې دې د يو اے اي او چين سره د پور لوظنامو په اړه د خبرو ا??رو بشپړه تفصيل څخه كمېټي خبر كړې شي۔