اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي د هېواد د تباهۍ ذمه وار قامی اسمبلۍ كښې د اپوزېشن په وړومبنو چوكو ناست دي٬ اپوزیشن این آر او غواړي خو مونږ به په دې اړه كومه سمجھوته ونه وكړو٬ د نواز شریف سیاست ختم شوې٬ اوس هغه ايوان ته نشي راتللې٬ اپوزیشن نه قیادت لري او نه نظریه ٬ هغوي دې ځانله نوې قیادت وټاكي٬ په هغوي د اربونو روپو څخه كم کېس نشته٬ د هغوي د بې ګناهۍ د هغوي كورنۍ هم ګواهي نه شي وركولې٬ د عمران خان په مشرۍ كښې نن په نړۍ كښې پ??کس??ان يو مهم مقام لري٬ نن پ??کس??ان ته د مينځني ختيز د مسئلو حل له د ثالثۍ کردار ترسره كولو خواست کېږي٬ مونږ د سعودی څخه د پ??کس??ان كوچنيانو لپاره خير غوښتې ٬ په ټولو ادارو كښې سیاسی بھرتۍ كولو سره هغه تباہ کړې شوي،نن هېواد څخه تيارې ختمې كړې شوې٬ يو داسې نمر راښتونكې دے چې پ??کس??ان به نړۍ كښې د قرض ??خس??ونكې په ځائې قرض وركونكې هېواد جوړ شي٬ مولانا فضل الرحمان دوه لسيزو راهسې د کشمیر کمېټۍ چیئرمېن پاتې شوې، هغه د نواز شریف سره په ګډه د هند ايجنډا مخ په وړاندې بوتللې ده۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د خیالاتو څرګندونې سره وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ووئيل مولانا عبدالواسع چې كومه خبره كړې هغه نا مناسبه نه ده٬ مونږ به هغه له بشپر ځواب وركوو۔ ده ووئېل د مولانا فضل الرحمان ګوند ته د ورځې ستورې او د شپې د اسرائیل الوتكې ښكارې۔ زمونږ او د اپوزیشن مسئله دا ده چې هغوي د ٬٬این آر او٬٬ او مونږ د نه وركولو خبره كوو۔ ده ووئېل خورشید شاہ غواړي چې په غونډه كښې په معیشت بحث ونه شي۔ په لسو كلونو كښې چې د معیشت سره څه شوې هغه د ټولو ??ه وړاندې دي?? د اطلاعات وزير ووئېل يو لاکھ 63 زره كسان د هغوي په دور كښې بهرتي كړې شوي۔ ده ووئيل كه د خپل هر يو پولنګ سټېشن څخه په هره اداره كښې 50 ٬ 50 كسان بهرتي كړم نو زه به 50 كاله ټاكنو كښې ماتي سره مخ نشم۔ ده ووئېل نن پی آئی اے په خساره روانه ده٬ دا اداره د مياشتې دوه اربه روپۍ زيان كوي٬ د دې ذمه وار اسمبلۍ كښې په وړومبنو چوكو ناست دي، ده ووئېل كله چې مونږ په كومه مهمه مسئله بحث كوو نو دوي واك آؤټ وكړي ، دوي رښتيا اوريدل نه غواړي۔ ده ووئيل پی ټی وی كښې 10 زره كسان بهرتي كړې شوي د دې ادارې د نيوز څانګې آمدن 25 کروړه دغسې د دې خرڅونه 3 اربه د كال دي?? فواد چوهدري ووئېل راډيو پ??کس??ان له 5 اربه 65 کروړه روپۍ وركوو دغسې د دې آمدن 20 کروړه روپۍ دے۔ اے پی پی له د كال 84 کروړه روپۍ وركوو۔ دغسې ټولې ادارې تباه كړې شوي۔ وفاقې وزير ووئيل پ??کس??ان سټیل ملز 2007ء راهسې بند پروت دې۔ د پی آئی اے خراب حال دے۔ وګړې پكښې د مزل كولو ??ه يرېږي۔، ده ووئېل هغوي ته د 1996ء راهسې مراعات او تنخاګانې وركړې شوي٬ هغوي پھ كورونو كښې ناست دي پنشن اخلي او يوه ورځ دفتر ته نه ځي۔ د اطلاعات وزیر ووئيل زمونږه پھ 70 ورځو كښې سټاك ایکسچینج كښې 5 نيم زره پوائنټس اضافه شوې۔ دا د عمران خان او د هغه په قیادت باور دې او مونږ له به پ??کس??ان مخ په وړاندې بوتلل وي۔ وفاقی وزیر ووئيل پ?? این آر او به كومه سمجھوته ونه كړو ۔ مسلم لیګ (ن) غونډه كوي او دې لپاره ئې د واك آؤټ بهانه كړې۔ده ووئېل د نواز شریف سیاست ختم شوې٬ اوس هغه دې ایوان ته نه شي راتللې۔ اپوزیشن نه قیادت لري نه نظریه۔ په هغوي د اربونو روپو څخه كم کیس نشته۔ ده ووئېل د فالودې خرڅونكې اکاؤنټ څخه په اربونو روپۍ رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د كشمير تورې ورځې په اړه مولانا د کشمیر په اړه يو بيان هم نه دې وركړې او د 1988ء راهسې د کشمیر کمېټۍ چیئرمېن دے۔ هغه د نواز شریف سره پھ ګډه د هند ایجنډا مخ پھ وړاندې بوتللې۔ ده ووئيل دفاعی بجټ 1200 اربه روپۍ در او يواځې سرکلر ډيټ 1200 اربه روپۍ دے۔ وزیراعظم د معیشت ښه كولو ??م ذمه واري ??خس??ي ده ۔د اطلاعات وزير ووئېل مونږ د پ??کس??ان كوچنيانو لپاره سعودی څخه خير غوښتې ۔ د عمران خان په مشرۍ كښې پ??کس??ان نن يو جلا مقام لري۔ پ??کس??ان به مډل ایسټ په چارو كښې قائدانه کردار ترسره كوي۔ ده ووئېل نن پ??کس??ان ته خواست كېږي چې د مينځني ختيز چارې حل كولو ??ه کردار ترسره كړي۔