اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد حلقه اېن اے 53 په بېلو پولنګ سټېشنونو د پولنګ عمل په بشپړه ډول روان دے ۔ وګړي د سحر 8 بجو څخه په بېلو پولنګ سټېشنونو په سولييز ډول د ر??ئې خپل حق كارولو كښې خوښي لري۔د كانديدانو ووټرانو او پلويانو هم د پولنګ سټېشنونو نه بهر او دننه په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كړې ده۔ د سياسي ګوندونو كارمندانو ادعا كړې چې د ر??ئې خپل حق كارولو له به زيات ووټران كورونو څخه بهر راوځي۔ پولنګ په خپل ټاكلي وخت پېل شو كوم چې په سولييز ډول روان دے۔ په دې مهال امنيتي اهلكار ه?? چمتو دي دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ د ووټ حق كارولو له د مشرانو او معذوره وګړو تر پولنګ سټېشن را??ست??و كښې خيال ساتلې شي۔