كوئټه 04 اکتوبر (اے پی پی)پاكستان كښې د ايران سف??ر مهدي هنر دوست وئېلي دي نړيوال طاقتونه د اسل??مي هېوادونو كورنيو چارو څخه ګټه پورته كو??و سره ?? غېر مستحكم كولو هڅه كوي٬مونږ له به خپل شريك دښمن پیژندل وي٬پاكستان او ايران له به د شريك دښمن مقابلې له په ګډه كردار ترسره كول وي٬سي پېك پروژه به نه يواځې پاكستان بلكه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي۔د ايران سف??ر مهدي هنر دوست په كوئټه كښې د درې ورځنۍ دورې نه پس په كوئټه كښې د ايران قونصل جنرل دفتر كښې پريس كنفرنس په مهال ووئيل پاكستان او ايران پخوا راهسې ښې اړيكې لري او بلوچستان د ايران لپاره ??يات اهميت لرونكې صوبه ده خو ځينې عناصر د پولې پورې غاړه بريدونه كو??و سره ?? دواړو هېوادونو اړيكې خرابول غواړي۔ده ووئيل د پاكستان او ايران پشمول د نړۍ ټول اسل??مي هېوادونه د ترهه ګړۍ ښكار دي٬ هغه ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد ټولو اسل??مي هېوادونو له يو موټې كيدو ته اړټيا ده۔هنر دوست ووئيل ايران به د مذهبونو ترمينځه همغږي پېدا كولو كښې بشپړه كردار ترسره كوي۔هغه ووئيل د امريكې پشمول اروپائي هېوادونه ايران غېر مستحكم كولو له هڅه كوي خو د دې حالاتو باوجود ايران به د چا په فشار كښې رانشي۔ هغه ووئيل سي پېك پروژه به نه يوازې د پاكستان بلكه د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګيم چينجر ثابت شي