اسلام آباد ۔ 01 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي اولس ته په ډېمز فنډ كښې د برخې اخستو خواست كولو سره و??يلي دي د اوبو پنګو زياتوالي او د اوبو ساتنې ته با??د خاص پام وګرځولې شي۔ د كركيلې څانګه او د ښا??يو وداني دې اوبه كارولو كښې احتياط وكړي۔ ده دا خبره د ګل په و??ځ په جاري كړې شوي وېډيو پېغام كښې وكړه۔ اولس مشر خپل پېغام كښې ووئيل چې زه د اولس پام د پاكس??ان په چاپېرچل د ګلوبل وارمنګ ضرر رسوونكو اثراتو پلو ګرځول غواړم۔ د ګلیشیئر ويلې كېدو سره به د اوبو په پنګو اغېز راځي او د اوبو د كمي امكان دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې هر وګ??ي او حكومت له به سوچ كول وي چې د اوبو پنګو كښې اضافه څنګه وكړې شي۔ اولس مشر وزيراعظم او چيف جسټس ته د ډېمز فنډ په جوړولو مباركي وركړه دغسې چې عام اولس هم دې كښې برخه و??خستلې شي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې دې كښې بشپړه برخه و??خلي۔ ده د كركيلې څانګې سره پېوست كسانو ته اپيل وكړو چې هغوي دې څانګه كښې زياتو نه زياته سرمايه كاري وكړي دغسې چې اوبه لږې نه لږې وكارولې شي۔ اولس مشر په دې مهال د نبي كريم (ص) د تعليماتو ذكر كولو سره ووئيل د نبي كريم (ص) پېغام دې چې كه د درياب په عاړه څوك اودس كوي نو هم دې اوبه ضياع نه كړي۔ اولس مشر ووئيل 14 سوه كاله وړاندې د چاپېرچل پياوړتيا او د اوبو تحفظ له چې كوم پېغام وركړې شوې دې ددې نه زيات غوره پېغام ترلاسه كېدې نه شي او مونږ له به مذهبي فريضه ګڼلو سره په دې عمل كول وي۔ اولس مشر ووئيل پاكس??ان كښې د دريابونو چې څومره اوبه راځي كه دا مو په صحيح توګه ذخيره كړې او په صحيح ډول مو وكارولې نو كه لوئې څښتن ته منظور وي دلته به د اوبو هېڅ مسئله نه وي